د هیواد په سویل هلمند ولایت کې د کلونو جګړو او په دې وروستیو کې د اقتصادي ستونزو، غربت او ټولنیزو ناخوالو د زیاتیدو له کبله د خلکو رواني وضعیت ډیر خراب شوی دی.
په دې ولایت کې د بُست روغتون د رواني څانګې مسوولین وايي، چې پخوا به یې په دې روغتون کې هره ورځ له ۲۰ څخه تر ۳۰ پورې رواني ناروغانو ته خدمات وړاندې کول؛ خو اوس دغه شمېر د ورځې تر ۱۰۰ کسانو رسېدلی دی. دوی زیاتوي چې ډیری خلک د کورني تاوتریخوالي، کمزوري اقتصاد، بېکارۍ او بې وزلۍ له کبله په رواني ناروغیو اخته شوي دي.
د دې روغتون د رواني څانګې یو ډاکتر سمیع الله (مستعار) په دې اړه وویل: «موږ هره ورځ له ۸۰ څخه تر ۱۰۰ ناروغانو ته خدمتونه وړاندې کوو، پخوا به دا شمېره شاوخوا ۲۰ یا ۳۰ وو، خو په تېرو څو کلونو کې د بېکارۍ، اقتصادي فشارونو، او کورني تاوتریخوالو له امله د ناروغانو کچه ډېره لوړه شوې ده.»
نوموړی زیاتوي، چې ډېر ناروغان د هلمند له لېرو پرتو سیمو لکه سنګین، نادعلي، او کجکي څخه مراجعه کوي، چې په وینا یې خلک د عامه پوهاوي د نشتون له کبله خپل ناروغان ډېر ناوخته تر روغتون او ډاکټر رسوي.
هغه په خپلو خبرو وویل: «زموږ اکثره ناروغان د لېرې ولسوالیو څخه دي، خلک رواني ناروغۍ سره ډیر بلد نه دي چې مریض ډیر بد حالت ته ولاړ شي بیا یې تر روغتونه رسوي، لیونی، عصبي او په ډیرو نورو نومونو یادوي، چې ډیر کله دغه بد چلند رواني ناروغ ځان وژني ته هڅوي.»
ورته مهال هلمند کې د (MSF) روغتیايي مرکز د رواني برخې ډاکټران وایي، د ۲۰۲۴ کال په جریان کې یې ۱۱۲ زرو او ۱۶۹ ناروغانو ته روغتیایي مشورې ورکړي چې دې کې ډیری رواني ناروغان شامل وو.
د دې مرکز د رواني څانګې د ډاکټرانو په وینا هلمند کې بې وزلي، د خلکو د ژوند د کچې ټیټوالی او د کار نشتوالی هغه عوامل دي چې ډیری ځوانان یې له ژور خفګان او نورو رواني ناروغیو سره مخ کړي دي.
د لښکرګاه ښار اوسیدونکی محمد نادر چې ۲۹ کاله عمر لري او د شپږ کسیزې کورنۍ سرپرست دی، وایي د سخت غربت له کبله خپله او کورنۍ یې په ژور خفګان اخته شوي دي.
نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د کورنۍ سرپرست یم، درې کاله کېږي چې بېکارۍ یم، کور کې مې درې خویندې، دوه کوچني ورونه او یوه مور ده، په ښار کې مزدوري کوم کله د ماښام د ډوډۍ پیسې پیدا کړم کله دغسې کور ته ولاړ شم دغه بېکارۍ او غربت زه او زما ټوله کورنۍ په ژور خفګان اخته کړي یو.»
همدارنګه هلمند کې تېرې شوې اوږد مهاله جګړې هم ګڼ کسان په تېره بیا هغه کسان په رواني ناروغیو او فشارونو اخته کړي، چې د خپلې کورنۍ نږدي غړي یې په جګړه کې له لاسه ورکړي دي.
شاه محمد، چې خپله میرمن یې له نوزاد ولسوالۍ څخه بُست روغتون ته راوستې، وایي چې د میرمنې درې ورونه یې په تېرو جګړو کې وژل شوي او له کبله یې هغه په ژور خفګان اخته شوې او ورځ تر بلې یې حالت خرابیږي.
نوموړی زیاتوي: «زما ښځې د جګړو په دوران کې خپل درې ورونه له لاسه ورکړل، هغې د دوی په جنازو کې ګډون هم ونه کړ، ځکه چې موږ مهاجر وو، د دې له امله هغې رواني ستونزې پيدا کړې، او اوس یې حالت ورځ تر بلې خرابیږي.»
بلخوا هلمند کې ناسم کلتوري دودونه هم د رواني ناروغیو د زیاتوالي یو له اصلي لاملونو بلل کېږي. په دې ولایت کې پر ښځو لګول شوي ټولنیز او اقتصادي محدودیتونه د کورني تاوتریخوالي د زیاتیدو لامل شوي او زیات شمیر ښځې له همدې کبله په ژور خپګان اخته شوې دي.
د لښکرګاه ښار اوسیدونکې فرشته چې ۳۶ کاله عمر لري او دامهال د لښکرګاه ښار یوه روغتون کې د یوې اونۍ راهیسې بستر ده، وایي تر دې وړاندې یې د یوې بهرنۍ موسېسې سره په اجتماعي برخه کې کار کاوه، خو اوس ورته د بېکارۍ او کورني تاوتریخوالي له کبله رواني ستونزې پیدا شوې دي.
هغې وویل: «کله کله فکر کوم چې هرڅه بې معنا دي، زه شپه او ورځ ژاړم، ډاکټران وایي چې دا د کورني تاوتریخوالي او بېکارۍ له امله دي، خو زه نهایت ډیره خسته یم، هیڅ شی راته مهم نه دي او کله کله فکر کوم چې زه ولي ژوندۍ یم او د څه لپاره ژوند کوم زما ژوند ډیر بي معنا دی.»
د طالبان له لوري د ښځو پر زده کړو او کار د بندیز او همدارنګه د نجونو د رضایت پرته د هغوی ودونه هغه لاملونه دي چې په ښځو کې یې د رواني ناروغیو کچه زیاته کړې.
د لښکرګاه ښار د «شهید غلتان» سیمې اوسیدونکې ۲۶ کلنه نادیه چې د ژور خفګان له کبله بُست روغتون ته راغلې، وایي پوهنتون یې لوستی خو پلار یې د زیات ولور په خاطر یوه نالوستي پاخه سړي ته واده کړې او له همدې کبله یې له ژوند زړه تور شوی دی.
نوموړې وویل: «مکتب مي ووایه، بیا مې ورپسې احمدشابابا روغتیایي مرکز کې قابله ګي ولوستله فارغه شوم، ډیره خوشاله وم چې خپله وظیفه او کار به ولرم، خو پلار مې د پیسو په بدل کي یوه پاخه عمر سړي ته ورکړم چې ټولې هیلې مې په اوبو لاهو شوې د ژوند څخه مې زړه تور شوی او په مرګ خوشاله یم.»
په بُست روغتون کې د رواني برخې ډاکټر عبدالحی (مستعار) د ټولنې ناوړه دودونه او د خلکو نالوستي د رواني ناروغۍ د زیاتوالي اصلي لاملونه بولي. نوموړی وایي: «زموږ د ټولنې هر کور کې ډیرې جدي ستونزې دي؛ ماشومان بې تعلیمه دي، د ښځو لپاره کار نشته، او د ځوانانو واده کول ناشوني دي، دا ټولنیزې ناخوالې د رواني ناروغیو د زیاتوالي اصلي لاملونه دي.»
د ډاکټرانو په وینا، ډېری ناروغان چې بُست ولایتي روغتون ته مراجعه کوي، په جدي رواني ستونزو اخته شوي. د دوی په وینا چې ځینې یې د ژور خپګان له امله د ځان وژنې هڅه کړې او یو شمیر نورو یې له خپلو کورنیو سره اړیکې پرې کړې دي.
هلمند کې د رواني برخې ډاکټران دغلته د رواني ناروغانو د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګندوي او زیاتوي چې د دې ستونزې د حل لپاره باید واکمن حکومت د هیواد په کچه ستونزې هوارې او ترڅنګ یې روغتیایي خدمات پراخ کړي. دوی وایي، که د خلکو د ژوند شرایط، اقتصادي او ټولنیز وضعیت ښه نه شي، نو د رواني ناروغانو شمېر به لا زیات شي.