اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د تګلارو او کړنو پر پرله پسې منفي اغېزو اندېښنه ښودلې او د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون او په طبي موسېسو کې د نجونو پر زده کړو د دې ډلې د بندیز لغوه کیدو غوښتنه کړې.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې چې پرون (جمعه، ۷ د مرغومي) خپره شوې، پکې راغلي چې «له نړیوالې ټولنې سره د باور جوړولو لپاره په دې برخه کې مثبت پرمختګونه اړین دي».
د طالبانو د امربالمعروف په قانون کې د ښځې ټول بدن پټول لازمي او غږ یې «عورت» ګڼل شوی دی.
شاوخوا درې اونۍ وړاندې د دغې ډلې له لوري د نجونو پر وړاندې طبي انسټیټونه هم وتړل شول او په دې توګه نجونې له ټولو رسمي زده کړو بې برخې شوې.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د افغانستان په راتلونکي او اوږدمهاله پرمختګ کې د ښځو او نجونو د بشپړ، مساوي، بامعنا او خوندي ګډون پر اړتیا ټینګار کړی دی.
دوی همدارنګه په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي او بشري وضعیت په ګډون د بودیجې نشتوالی او د بشري عملیاتو پر وړاندې پرله پسې خنډونو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې او د افغانستان د اقتصاد پر وړاندې یې د بنسټیزو ننګونو په حل کې د مرستې د اړتیا په ګډون د بانکدارۍ او مالي سیستم د بیارغونې هڅې او د افغانستان د مرکزي بانک له شتمنیو څخه د افغانانو ګټه اخیستل په رسمیت پیژندلي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو په افغانستان کې د ترهګرۍ له ټولو بڼو سره پر مبارزې ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې چې د افغانستان خاوره باید د کوم هېواد د ګواښلو یا برید، د ترهګریزو کړنو د پلان او تمویل او ترهګرو ته د پناه ورکولو او روزنې لپاره ونه کارول شي او نه باید د افغانستان کومه ډله یا فرد په یو هیواد کې د فعالو ترهګرو ملاتړ وکړي.
دوی له طالبانو غوښتي چې د ترهګرۍ او هغو ترورستي ډلو پر وړاندې چې د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې دي، مبارزه وکړي او د پیاوړتیا لپاره یې فعال ګامونه پورته کړي.
د امنیت شورا غړو د افغانستان له خلکو او په دغه هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې د ملګرو ملتونو د رول ستاینه کړې او د افغانستان، سیمې او نړیوالې ټولنې د ښکېلو اړخونو ترمنځ یې د خبرو اترو، مشورې، تعامل او تېره بیا د دوحې له پروسې ملاتړ اعلان کړی دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د افغانستان د وضعیت په اړه له خپلې وروستۍ ناستې وروسته دغه اعلامیه خپره کړې.
په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې رزا اوتنبایوا له طالبانو سره د خبرو د دوام غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان منزوي کول د حل لاره نه ده.
له طالبانو سره د تعامل د دوام لپاره د مېرمن اوتنبایوا غوښتنه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه او یو شمېر اعتراض کوونکو ښځو د هغې د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.