اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ځایي مسوولین په دغه ولایت کې د بیروجو له پلورلو خبر ورکوي.
په دې ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن (دوشنبه، ۱۰ د مرغومي) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دا بیروج د دغه ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې د یوې بولۍ له لارې پلورل شوي.
اعلامیه کې راغلي، چې دا بیروج د یوې ټاکل شوې کمېټې په حضور کې د اته مېلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.
طالبانو د پلورل شویو بیروجو د اندازې په تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې طالبانو په پنجشېر ولایت کې د ازادې داوطلبۍ له لارې د سلګونه زره ډالرو په ارزښت بیروج پلورلي دي.
نورستان د هېواد په کچه یو له هغو ولایتونو دی، چې د ګران بیه ډبرو ګڼ کانونه پکې شتون لري او د حاکم رژیم له لوري د ډېری هغو استخراج پیل شوی دی.