close
Photo: Independent Urdu

درانی: طالبان باید د پاکستان او ټي ټي پي تر منځ یو انتخاب کړي

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د پاکستاني پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي چې طالبان باید په راتلونکو ورځو او اونیو کې پرېکړه وکړي چې د پاکستان د دولت او ټي ټي پي تر منځ یو انتخاب کړي.

ښاغلي دراني په هغه مقاله کې چې نن (دوشنبه، ۱۰ د غبرګولي) یې خپره کړې، ویلي چې په افغانستان کې طالبان باید روښانه کړي چې د پاکستان پر خلاف د ټي ټي پي بریدونه سم ګڼي او که ناسم.

د پاکستان پخواني ځانګړي استازي لیکلي: «افغان طالبان باید له پاکستان سره د کړکېچنو اړیکو په پایلو خبر وي. دوی باید درک کړي چې دوی نور د ازادۍ مبارزین نه بلکې یو دولت دي او د خلګو، بهرنۍ نړۍ او په ځانګړې توګه د خپلو ګاونډیانو په وړاندې لوی مسوولیتونه لري. د افغانستان هیڅ ګاونډی به اجازه ورنه کړي چې د دوی پر خلاف د افغانستان خاوره وکارول شي.»

ده زیاته کړې چې په افغانستان کې د طالبانو لپاره له ټي ټي پي سره مبارزه د نورو ترهګرو ډلو په پرتله اسانه ده، خو د «پښتونولۍ» په څېر دود او په طالبانو کې دننه د واک ساتنه د دې لامل شوې ده چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د حضور ختمولو لپاره سولییزه حل‌لاره پیدا نه شي.

د ښاغلي دراني په اند، که څه هم د طالبانو مشر د پاکستان پر خلاف جګړه «حرامه» اعلان کړې، خو د «پښتونولۍ» دود د پاکستان د غوښتنې د نه منلو او د پاکستان دولت ته د تحریک طالبان پاکستان د رهبري او غړو د نه سپارنې خنډ ده.

د پاکستان ځانګړي استازي په خپله مقاله کې ویلي چې د طالبانو په حکومت کې تحریک طالبان پاکستان له حقاني شبکې سره ډېره نژدې ده، نه د هبت الله اخوندزاده په مشرۍ له کندهاري طالبانو سره.

ده ویلي: «د تحریک طالبان پاکستان مشران د پکتیا او خوست په پراخو سیمو کې چې د حقانیانو تر واک لاندې دي مېشت دي. مګر بل اړخ ته، حقانیان د پاکستان د دوستانو په توګه پېژندل کېږي او له له پاکستاني چارواکو سره نژدې اړیکې لري. د حقاني کورنۍ ټولې سوداګریزې اړیکې د وزیرستان په سیمه کې دي. دا باید د پاکستان د واک په کړۍ کې د ټولو لپاره یوه اندېښنه وي چې د تحریک طالبان پاکستان غړي څرنګه په اسانۍ د حقاني له پناهځایونو څخه د پاکستان پر خلاف د برید لپاره استفاده کوي. ایا حقانیان په دوو جبهو کې لوبېږي؟»

ښاغلي دراني همدا راز ویلي چې طالبان په افغانستان کې د ټي ټي پي او داعش په شمول د ترهګرو ډلو له شتون څخه انکار کوي او کله چې هغوی ته له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ وړاندیز کېږي، نو نه یوازې دا چې دا وړاندیز ردوي بلکې له دې ډلې سره د مبارزې لپاره د خپلې وړتیا په تړاو لاپې وهي.

ده ویلي: «متأسفانه د طالبانو کبرجن چلند وضعیت بدتر کړی دی؛ د افغانستان له داخله پر ګاونډیانو او په ځانګړې توګه په پاکستان کې د بریدونو شمېر له هغه وخته زیات شوی چې طالبانو کابل نیولی.»

د پاکستان ځانګړي استازي خبرداری ورکړی چې طالبان د ټي ټي پي په ملاتړ سره نه یوازې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، بلکې په غیر دوستانه اقداماتو سره جدي پایلو ته لار هواروي.

د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ برید

اصف دراني په خپله مقاله کې ویلي چې په افغانستان کې د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان د پوځ هوایي برید د ټي ټي پي پر یوه روزنیز او رسنیز مرکز ترسره شوی او ۴۷ تنه پکې وژل شوي دي.

ده د پاکستاني چارواکو له خولې لیکلي چې اکثریت وژل شوي د تحریک طالبان پاکستان غړي وو.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو چارواکو ویلي و چې د پاکستان پوځ د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې څلور سیمې بمبار کړې دي او له کبله یې ۴۶ تنه وژل شوي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي و چې اکثریت وژل شوي ښځې او ماشومان دي.

د پاکستان پخواني ځانګړي استازي ویلي چې دا برید تر هغه وروسته ترسره شو چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې په استفادې د پاکستان پر یوه سرحدي پوسته برید وکړ او ۱۶ پاکستاني ځواکونه یې ووژل.

ده ویلي چې د دې برید په ځای کې شاوخوا ۵۰ تنه له وسلو او مهماتو سره موجود وو او تر برید وروسته چاودنې دا موضوع تاییدوي.

ښاغلي دراني ویلي چې طالبان ښه پوهېږي چې کوم کسان په دې برید کې مړه او یا ژوبل شوي د افغانستان وګړي نه وو او تر برید وروسته چې د تحریک طالبان پاکستان د غړو له لوري چې کوم پیغامونه خپاره شول، هغه هم تاییدوي چې دا برید په دقیقه توګه پر روزنیز او رسنیز مرکز ترسره شوی و.

ده ویلي چې «لا هم روښانه نه ده چې په دې برید کې ښځې او ماشومان وژل شوي دي او کنه، ځکه چې سیمه د تحریک طالبان پاکستان د جنګیالیو له لوري اشغال شوې وه.»

د تېرې اونۍ د سې‌شنبې په شپه د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان د پوځ برید په داسې مهال کې ترسره شو چې د افغانستان لپاره د پاکستان نوی ځانګړی استازی محمد صادق کابل ته په خپل لومړي سفر راغلی و او له طالب چارواکو سره په خبرو اخته و.

نوموړي له طالب چارواکو سره د دواړو هیوادونو پر پوله د امنیتي او نورو مسایلو په تړاو خبرې کولې.

د طالبانو دفاع وزارت د روانې اونۍ د شنبې په ورځ وویل چې د پاکستان په خاوره کې یې «انتقامي» برید کړی دی تر ډیورنډ کرښې هاخوا ته یې «د شریرو کړیو او د هغو د ملاتړو مرکزونه او پټنځایونه» په نښه کړي دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له پاکستان سره د دې ډلې اړیکې د سرحدي مسایلو او په افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون له امله ترینګلې دي.

پاکستان په ځلونو له طالبانو غوښتي چې د دې هیواد له خاورې ټي ټي پي ته د استفادې اجازه ورنه کړي او رهبران یې ورته وسپاري.

خو طالبانو هر ځل په افغانستان کې د ټي ټي پي له موجودیت څخه انکار کړی او ویلي یې دې چې دا ډله په پاکستان کې ده او د دې هیواد ځیني برخې یې په ولکه کې دي.