close

هلمند کې د تېرو جګړو څخه پاتې خښ ماینونه لاهم د خلکو ژوند ګواښي

د هلمند ولایت د مارجې، نادعلي او ګرمسیر ولسوالیو اوسیدونکي شکایت کوي، چې د تیرې شل کلنې جګړې پرمهال ښخ شوي ماینونه او ناچاودي توکي لاهم د دوی په سیمو کې پاتې دي، چي له امله یې نه شي کولای په خپلو سیمو کې ازادانه تګ راتګ وکړي.

د مارجې ولسوالۍ د سرخودز سیمې اوسیدونکی حاجي عبدالرزاق وایي، که څه هم د دوی په سیمه کې د ماین پاکۍ موسېسې ماینونه ایستلي، خو لاهم خپلو کورونو ته نه شي ستنیدلی، ځکه چې د هر کور په دروازو او خونو کې ماینونه خښ او تر اوسه نه دي ایستل شوي.

نوموړي وویل: «موږ له کلونو راهیسې په خپلو کورونو کې نشو اوسیدلی، کله چې د ماین پاکۍ موسېسه زموږ کلي ته راغله، موږ خوشبین وو، خو لاهم زموږ کورونه خوندي نه دي، د هر کور په دروازو، اطاقونو او ګاوخانو کې ماینونه ښخ شوي دي، زموږ کلی ته موسېسه راغله، د کورونو څخه یې ډیر ماینونه وایستل، خو لا ځای ځای ماینونه پاتې دي او خلک د ماین د ویرې خپلو کورونو ته نه دي کډه شوي تیر کال زموږ همسایه حاجي لالک خپل کور ته کډه شو، هفته نه وه تیره شوې چې د کور په ګاوخانه کي ماین وچاودیده، میرمن او زوی ووژل شول.»

د دې ولسوالۍ د هزا جفت سیمې اوسیدونکی ۵۷ کلن شیرمحمد بیا وایي، چې د دوی کلي ته نږدې دښته کې د طالبانو له لوري زیات ماینونه ښخ شوي، چې لاهم د ماین پاکۍ موسېسې لخوا ورته رسیدګي نه ده شوې او پرځای پاتې دي.

نوموړی زیاتوي: «دغه د مارجې دښته بیخي ډیر ماینونه لري، څو واره پر کوچینانو چاودلي دي، دغه درې څلور ماشتې مخکې د یو کوچي پر رمه یو ماین وچاودیده ۶ پسونه یې ور ووژل، پروسږکال د یوه بیچاره کډه په ټکټر کې وه هغه پر ماین وخته ټوله کورنۍ پکې ووژل شوه، خو لاهم دغه ساحې ته تر اوسه موسېسه نه ده راغلې چې له ماینونو یې پاکه کړي.»

د نادعلي ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي شکایت کوي، چې د طالبانو د ماینونو پاتې شوني لاهم د دوی ژوند ګواښي/ خواله رسنۍ

د مارجې تر څنګ د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ هم زیاتې داسې سیمې شته چې ماینونه پکې پاتې دي. د دغه ولسوالۍ اوسیدونکي په دې اړه اندیښمن دي او وایي، چې د پاتې ماینونو له کبله خلاص زړه ژوند نه شي کولای.

د ګرمسیر ولسوالۍ اوسیدونکی محمد نسیم چې دغلته د خوراکي توکو هټۍ لري، وایي لاهم د دوی په سیمه کې د ماینونو خطر شته دی او تېر کال د ماین چاودنې د درې ماشومانو ژوند اخیستی دی.

نوموړي زیاتوي: «دلته په ډیرو سیمو کې د ماین خطر شته، څو میاشتې مخکې کوچنیانو د فوټبال لوبه کوله چې ماین ورباندې وچاودیده درې ماشومان یې ووژلو دوه نور یې سخت ټپیان شول، تر دې مخکې پر یو ځوان ماین چاودیدلی و، چې دواړه پښې یې ور پرې کړي، دغسې نو د کوچنیانو پر رمو بیخي ډير چاودلي دي.»

هغه وایي، چې تراوسه دغلته زیاتې سیمې د ماینونو څخه نه دي پاکې شوي او د طالبانو له حکومت او نړیوالو موسېساتو څخه غواړي چې د دوی سیمه له ماینونو څخه ژر تر ژره پاکه کړي.

دغه راز د هلمند نادعلي ولسوالۍ چې د طالبانو او د تېر جمهوري دولت د ځواکونو ترمنځ د جګړې لومړۍ کرښه وه، خلک یې وایي چې په دې ولسوالۍ کې کور په کور ماینونه خښ شوي دي.

د دې ولسوالۍ د خوشال کلي اوسیدونکی محمد رفیق وایي، د دوی کلی د طالبانو او د تېر حکومت د نظامیانو د جګړې سیمه وه، چې تر جګړې وروسته یې ورور پر ماین والوت او خپلي دواړې پښې یې له لاسه ورکړې.

نوموړي اطلاعات روز سره په خپلو خبرو کې وویل: «زه په کور کې ناست وم، ورور مې په مخکې کې کار کاوه چې ناڅاپه زموږ په ځمکه کې چاودنه وشوه، زما د ورور دواړې پښې د ماین په چاودنه کي له لاسه ورکړې، تر اوسه د خپل ژوند څخه کړیږي.»

هغه وایي، د جګړې پرمهال یې کورونه پرېیښی وو، خو کله چې بیرته راستانه شول ټوله سیمه په ماینونو پوښل شوې وه «وروسته موسېسه راغله زموږ کور او ټول کلی یې د ماینونو څخه پاک کړل، خو لاهم ځای ځای ماین پاتی دی چې وخت ناوخت د خلکو ژوند اخلي».

هلمند کې د ماین پاکۍ موسېسې کارکوونکي وایي، د دغه ولایت په مارجې، نادعلي او ګرمسیر ولسوالیو کې د ښخ شویو ماینونو کچه زیاته او دوی هڅه کوي، چې ټول پاک کړي

ورته مهال هلمند کې د هیلوټرسټ په نوم د ماین پاکۍ موسېسې یو کارکوونکي عبدالکریم (مستعار) وایي، چې تر دې مهاله یې په مارجې، ګرمسیر، او نادعلي ولسوالیو کې زیاتې سیمې له ماینونو پاکې کړي، خو په وینا یې چې لاهم ډيرې ساحې پاتې دي.

نوموړي اطلاعات روز ته وویل: «موږ تر دې دمه په مارجې، نادعلي، ګرمسیر ولسوالیو او بولان دښته کې زیات ماینونه پاک کړي دي، خو دا یوه اوږده پروسه ده، دا سیمې پخوا د طالبانو او عسکرو ترمنځ کمربندونه وو، له همدې امله لاهم په ځینو ځایونو کې ماینونه موندل کیږي، موږ پر همدې سیمو ډير تمرکز کوو، د خلکو اندېښنې پر ځای دي په ډیرو کمربندي ساحو کې چې موږ پاکې کړي، خو بیا هم ځای ځای ماینونه پاتې شوي دي.»

د هلمند د لېرې پرتو ولسوالیو اوسیدونکي له طالبانو او نړیوالو موسېسو غواړي چې د ماینونو د پاکولو بهیر ګړندی کړي، ترڅو بیرته خپلو کورونو ته ستانه او خپل ارام ژوند پېل کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، چې د روان زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۳۰۰ افغانان د ماینونو او چاودېدونکو توکو قرباني شوي دي. د دې قربانیانو نیمايي برخه ماشومان دي.