اطلاعات روز: ځایي سرچینې وایې چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د طالبانو رنجر موټر یو ځوان وهلی او مړ کړی یې دی.
سرچینې زیاته کړې چې دا ېښه نن غرمه (شنبه، ١٥د مرغومې) د سروبي ولسوالۍاړوند «سورۍ تېږې» سیمه کې رامنځته شوې چې پرمهال یې د طالبانو رنجر موټر د «نادر خان» په نامه یو ځوان وهلی او سیند ته غورځېدلی چې جسد یې لا تر اوسه نادرکه دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې یاده پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې د طالبانو یو رینجر موټر د زیات سرعت له کبله د موټر چلوونکي له کنتروله وتلی او د سروبي ولسوالۍ په یاده سیمه کې یې د کبانو هوټلونو ته څیرمه یاد ځوان وهلی دی.
بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې هم د وژل شوي ځوان عکس لاس په لاس کیږي او له خلکو غوښتل شوي چې د یاد کس د جسد په پیدا کېدو کې ورسره مرسته وکړي.
تر اوسه طالب چارواکو د دې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
تر دې څو ورځې وړاندې په لغمان کې هم د طالبانو یو رنجر موټر یو ماشوم وهلی او وژلی و.
پخوا هم د هیواد په بېلابېلو سیمو کې طالبانو خلک په موټرو وهلي او مړه شوي دي.