اطلاعات روز: ننګرهار کې ځايي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په خوږیانو ولسوالۍ کې د دوو تنو جسدونه موندل شوي دي.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د یادو کسانو جسدونه وړمه ورځ (جمعه، ۱۴ د مرغومي) ماسپښین ځایي خلکو د خوږیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې داسې مهال موندلي چې جسدونه یې سوځول شوي وو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې تراوسه د وژل شویو کسانو د وژل کېدو لامل معلوم نه دی او نه یې هم هویت څرګند شوی دی.
تراوسه ننګرهار کې طالب چارواکو د یادې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې دا دول مرموزې وژنې زیاتې شوي، چې طالب چارواکي یې لامل تر ډیره شخصي دښمنۍ او ناموسي وژنې بولي.