اطلاعات روز: په اسلام اباد کې د افغان کډوالو په منځ کې سرچینې خبر ورکوي، چې دغلته د بې اسناده کډوالو نیول او اخراج دوام لري.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، د اسلام اباد پوليسو نن (شنبه، ۱۵ د مرغومي) د ای–۱۱ او آی–۱۰ په ګډون له ځينو سيمو ګڼ شمیر پناه غوښتونکي نیولي دي.
یوه سرچینه وايي، چې پاکستاني پولیس ښځې او ماشومان هم نیسي.
د سرچينې په وینا، نيول شوي کسان له پاکستان څخه شړل کېږي.
د پاکستان پولیسو په دې وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه کړې ده.
سرچينه وايي، د پوليسو افسران هڅه کوي چې د پناه غوښتونکو کورونه تلاشي کړي.
په پاکستان کې د افغانستان زیاتره کډوال له خطر سره مخامخ خلک دي او په هغو هیوادونو کې د کډوالۍ او بیا میشتیدنې په لټه کې دي چې کډوالو ته ځای ورکوي.