close

ننګرهار کې د یو لادرکه شوي طالب جسد موندل شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د یو طالب جسد له څلورو ورځو لادرکۍ وروسته موندل شوی دی.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې دغه طالب زین الله نومیده او جسد یې تېره ورځ (جمعه، ۲۱ د مرغومي) د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند «وزیرو تنګي» سیمه کې موندل شوی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې زین الله چې په «بورا» مشهور و، څلور شپې وړاندې ناپېژانده وسله والو له کور اېستلی و او جسد یې تېره ورځ ځایي خلکو یاده سیمه کې په داسې حال کې موندلی چې لاسونه یې تړلي او په ډزو وژل شوی و. د دغه طالب د دندې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

تراوسه د یادې پېښې انګېزه نه ده روښانه او نه هم کومې ډلې د یادې پېښې مسوولیت منلی دی.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالب چارواکو نظر هم ولرو خو بریالي نشوو.

له دې یوه اوونۍ وړاندې هم په خوږیاڼو ولسوالۍ کې دوه کسان د نامعلومو وسله والو له لوري لومړی په ډزو وژل شوي او بیا یې جسدونه سوزول شوي وو.