اطلاعات روز: د امریکا د استازو جرګې غړې انا پاولینا لونا ویلي، چې طالبان باید د امریکایي مالیه ورکوونکو د پیسو یو سېنټ هم ترلاسه نه کړي.
نوموړې ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي: «موږ هره اونۍ طالبانو ته ۴۰ میلیونه ډالر ورکوو، هماغه ډله چې زموږ حاکمیت او امنیت ګواښي.»
د امریکا د استازو جرګې دې غړې د جرګې د بل غړي ټیم بورچېټ لخوا د وړاندې شوې لایحې ملاتړ کړې چې د امریکا مرستو ته د طالبانو د لاسرسي مخه نیسي.
ټیم بورچېټ وايي، چې هغه د «ترهګرو لپاره د مالیې ډالر نه» په نوم یوه لایحه وړاندې کړې، ترڅو طالبان د امریکا مالي مرستو ته د لاسرسي مخه ونیسي.
د هغه په وینا، دا لایحه به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دېته اړ کړي، چې طالبانو ته د هر ډول بهرنۍ مرستې د مخالفت لپاره یوه پالیسي جوړه او پلي کړي.
ټیم بورچېټ مخکې له دې ډونالډ ټرمپ ته په خپل لیک کې طالبانو ته د بهرنیو مرستو د لیږلو په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه او د ټرمپ ادارې سره یې د کار کولو لیوالتیا ښودلې وه ترڅو «ترهګرو» ته د مالیاتي ډالرو د لیږد مخه ونیسي.
هغه لیکلي چې د کانګرس د ۱۱۸مې غونډې په جریان کې پوه شو چې د بایډن ادارې په مشرۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت طالبانو ته پیسې لیږدوي.
ټرمپ پخپله په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ادعا کړې چې متحده ایالاتو د افغانستان طالبانو ته «ملیاردونه» ډالر لیږلي دي، چې په وینا یې دا د باور وړ نه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا حکومت هم طالبانو ته د مستقیم مالي مرستې ورکولو څخه انکار کوي.
طالبانو هم څرګنده کړې، چې دې ډلې له متحده ایالاتو څخه یوه پیسع هم نه ده ترلاسه کړې.