د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار اوسیدونکي دغلته د طالبانو د ښاروالۍ د خدماتو له نشت سر ټکوي او وایي، ښاروالۍ د ښار په پاکوالي او د سړکونو په ترمیمولو کې خپل مسوولیت نه دی ادا کړی، چې له امله یې د ښار حالت خراب شوی دی.
خلک شکایت کوي، چې د لښکرګاه ښار لپاره د طالبانو ښاروالۍ له تېرو دریو کلونو راهیسې له دوی څخه په بېلابېلو نومونو پیسې ټولوي، خو په وینا یې چې دغه ښاروالۍ نه د ښار پاکوالي ته پام کوي او نه یې هم تر اوسه د دې ښار عمومي او فرعي سړکونه ترمیم کړي دي.
د لښکرګاه ښار د کارتې مامورین سیمي اوسیدونکی حاجي نادر وایي، چې د ښاروالۍ د بې غورۍ له امله د دغه ښار ډیر سړکونه خراب او خامه شوي او ټینګار کوي چې که ښاروالۍ پر وخت د سړکونو ترمیم ته پام ونه کړي، نو وضعیت به تر دې هم خراب شي.
نوموړي وویل: «زموږ د کارتې مامورین سړک اول یوازې مات شوی و، ښاروالۍ یې نه ترمیموي اوس دغه سړک وګوره ټول خامه شوی دی، که ښاروالۍ دغه مات ځایونه وختي ترمیم کړي وای دغه سړک نه خرابیده، زموږ د کلي سړک چې د لښکرګاه مرکزي سیمه ده خامه شوی دی دغه رقم نو د ښار نور ډير سړکونه هم مات شوي دي چې تر اوسه نه دي ترمیم شوي.»
د دې ښار د سیمنا چوک یو هټۍ وال ذبیح الله بیا وایي، که د ښار مات شوي سړکونه ترمیم نه شي، نو د ژمي بارانونه به یې نور هم تخریب کړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې اطلاعات روز ته وویل: «د لښکرګاه ښار اکثریت سړکونه خراب شوي دي، د ولایت د عمومي جادې سړک، د بیستو پنج فامیلي، کارتې مامورین، د لېسه ذکور مکتب څخه تر فوزیې چوک دا ټول سړکونه مات شوي دي، که دا ترمیم نه شي، د باران اوبه یې نور هم خرابوي او دا ټول سړکونه خامه کېږي.»
ذبیح الله زیاتوي، چې د لښکرګاه ښاروالۍ دوه کاله وړاندې د یادو سړکونو د رغونې چارې پېل کړې وې، خو د نامعلوم دلیل له مخې یې چارې نیمګړې پاتې شوې، چې اوس بارانونو او موټرو نور هم خراب کړي او تګ راتګ پرې ستونزمن شوی دی.
دغه راز د لښکرګاه ښار بل اوسیدونکی فرید احمد چې د طب پوهنځي محصل دی، وایي چې د سړکونو د خرابوالي له کبله په ښار کې ګرد او غبار زیات شوی او له امله یې خلک په ناروغیو اخته کېږي.
نوموړي اطلاعات روز ته وویل: «زه پوهنتون ته هره ورځ پیاده ځم، خو دا چې سړکونه اوس خراب شوي دي، د دې له وجې په ښار کې دوړې هم زیاتې شوي، او پیاده تګ راتګ سخت شوی دی، ځکه دغه دوړې انسان ناروغه کوي.»
ښاریان وایي، چې د سړکونو ترمیم د ښاروالۍ مسووليت دی، او په دې برخه کې باید جدي ګامونه پورته کړي.
د لښکرګاه ښار د تور ټانګ سیمې اوسېدونکی توراب شاه اغا وايي، چې طالبان تل د دې ښار د سړکونو د ترمیم خبره کوي، خو په وینا يې چې له ګڼو ژمنو سربېره تر دې دمه په دې برخه کې هېڅ عملي کار نه دی شوی.
توراب شاه نيوکه کوي، چې طالبان له ښاريانو په بېلابېلو نومونو پيسې اخلي، خو په بدل کې يې د ښاروالۍ وړاندې کېدونکي خدمتونه په نشت حساب دي.
نوموړي زياته کړه: «ښاروالۍ د صفايي، جوازونو او په سلو نورو نومونو د خلکو څخه پيسې اخلي، خو خدمات يې د نشت برابر دي، دغه د ښار سړکونه د کلونو څخه خراب پراته دي د باران په وخت کې څوک تګ راتګ نه شي کولای، خو تر اوسه یې د جوړولو لپاره ښاروالۍ کار نه دی کړی.»
د لښکرګاه د ښاریانو په وینا، نه یوازې د ښار سړکونه مات شوي بلکې په دې وروستیو کې د ښار د ککړتیا او مردارۍ کچه لوړه شوې او په خبره یې چې د ښار لښتي او کثافات دانۍ د مردارویو ډک وي او ښاروالۍ یې په میاشتو نه پاکوي.
فرید احمد په دې اړه له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل: «زما د کور مخې ته کثافات دانۍ له دوه میاشتو راهیسې نه ده تشه شوې، د دغه کثافاتو د بد بوی څخه په کور کې ګذاره سخته ده، ټول کوچینان یې ناروغه کړي دي.»
ورته مهال د لښکرګاه ښارالۍ یو کارکوونکی سید احمد (مستعار) هم يادې ستونزې مني، خو وايي چې د لښکرګاه ښار د شاوخوا ۵۰ سلنه دولتي هټيو کرايه په دې ولایت کې نورې ادارې اخلي او له همدې امله د مالي ستونزو سره مخ دي.
سید احمد په دې اړه وویل: «په لښکرګاه ښار کې د ډيرو دولتي ملکیتونو تقریباً ۵۰ سلنه کرایه او اجرایه نورې دولتي ادارې ټولوي، په لښکرګاه ښار کې ډیر دولتي ملکیتونه په ښاروالۍ، ریاست عمومي، فواید عامه او برېښنا پورې مربوط دي چې له همدې امله یې د کرایې او اجرايې پیسې مختلفي ادارې اخلي، د دغه مشکل له وجې زموږ عاید هم کم دی، د ښار سړکونه مات شوي دي او ترمیم ته اړتیا لري اما د اوس لپاره د لښکرګاه ښاروالۍ مالي ستونزې لري، د ښار د صفایي لپاره کافي بودیجه نه لرو، موږ هڅه کوو چې ستونزې حل کړو، خو امکانات محدود دي.»
که څه هم لښکرګاه کې د طالبانو ښاروالۍ د بودیجې او امکاناتو د کمښت خبره کوي، خو خلک بیا ټینګار کوي چې ښاروالۍ دې خپل مسوولیت ادا او په اخیستل شویو پیسو دې بیرته دوی ته خدمات وړاندې کړي.