اطلاعات روز: په کندهار کې سرچينې وايي چې د کندهار ښار د څلورمې حوزي د «سرپوښه بازار» په مربوطاتو کې وسلوالو غلو دوه کسان په ډزو ټپیان کړي او پیسې يې ورڅخه وړې دي.
سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دا پېښه تېره شپه (دوشنبه، ۲۴ د مرغومي) هغه مهال رامنځته شوې چې کله يادو غلو غوښتل په سيمه کې له يوه دوکاندار څخه په زور پیسې واخلي.
سرچينې ويلي چې له غلو سره يوه دوکاندار او يوه ملکي کس لاس اچولی چې پر مهال يې غلو ورباندي ډزي کړي او دواړه يې ټپيان کړي دي.
د سرچينې په خبره چې غلو پیسې وړې دي او له سيمې تښتيدلي.
سرچينې د يادو پیسو اندازه نه ده په ډاګه کړي خو زياته کړي يې ده چې ټپيان د ميرویس حوزي روغتون ته انتقال شوي دي.
په دې وروستیو کې د هیواد له بېلابېلو برخو د وسلوالو غلاوو او له امله یې د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي چې لامل یې تر ډېره حده بېکاري او فقر ګڼل کېږي.