اطلاعات روز: د دایکندي له خدیر او سنګتختوبندر ولسوالیو څخه سرچینې وایي چې طالبانو د انګلیسي ژبې دوه مرکزونه تړلي او د هغو یو شمېر استادان یې نیولي دي.
په خدیر کې د سرچینو په وینا، د طالبانو استخباراتو پرون (یکشنبه، ۲۳ د مرغومي) د «افق نو» په نوم د انګلیسي ژبې د زده کړییز مرکز دوه استادان نیولي دي. دا مرکز د خدیر ولسوالۍ په کورګه سیمه کې دی.
یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې د دې زده کړییز مرکز مدیر سید حبیب او استادان یې تقيپور او اصف راهش په خدیر کې د طالبانو له استخباراتو سره په زندان کې دي.
سرچینې ویلي چې د «افق نو» زده کړییز مرکز څلور ښځینه استادانې هم د طالبانو له لوري نیول شوې دي، خو په ضمانت بیرته خوشي شوې دي.
د سرچینو په وینا، د طالبانو استخباراتو د دې مرکز د دفتر وسایل او د مرکز کمپیوټرونه هم له خپل ځان سره وړي دي.
د سرچینې په وینا، طالبان د دې افرادو د نیونې لامل «د انګلیسي ژبې تدریس، د کفري فرهنګ ترویج او د امارت قوانینو ته نه پاملرنه او د دیني مضامینو نشتون» یادوي.
همدا راز په سنګتختوبندر ولسوالۍ کې باوري سرچینې وایي چې طالبانو د «جي آر ایس» موسسې د انګلیسي ژبې د زده کړییز مرکز درې استادان نیولي او بندیان کړي دي.
سرچینو دا درې تنه د اسد حلیمي، مهدي فرزاد او جمال الدین پیمان په نوم یاد کړي او وایي چې هغوی له پرون ورځې راهیسې د طالبانو په بند کې دي.
د سرچینو په وینا، د دې استادانو لپاره د سپین ږیرو او خلګو منځګړیتوب نتیجه نه ده ورکړې.
سرچینې وایي چې د سنګتختوبندر ولسوالۍ په مرکز کې د «جي آر ایس» موسسې مرکز هم د طالبانو له لوري تړل شوی دی.
یوې سرچینې ویلي چې د دې موسسې مسوول ته د نجونو پر زده کړو تر بندیز وروسته تر شپږم ټولګي د لوړو نجونو د جذب په تړاو ګواښ شوی و او تر دې ګواښ وروسته یوازې وړو نجونو د زده کړو اجازه درلوده.
طالبانو په تازه توګه په ځینو ولایتونو کې زده کړییز مرکزونه هم د نجونو په وړاندې تړلي دي.
دې ډلې تر دې وړاندې ښوونځي، پوهنتونونه او روغتیایي انسټیټوټونه هم د نجونو او ښځو په وړاندې تړلي دي.