close

هلمند کې د دیوال پرېوتو په پېښه کې دوې کوچنۍ نجونې مړې شوي

اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د یو کور د دیوال پرېوتو په پېښه کې دوې کوچنۍ نجونې مړې شوې دي.

د سیمې یو اوسېدونکي محمد اسماعیل وویل، چې پېښه تېره شپه (جمعه، ۵ د سلواغې) د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې اړوند سیمه کې د یو کور د دیوال پریوتو له کبله رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي چې په دې پېښه کې دوې کوچنۍ نجونې ځای پر ځای مړې شوې دي.

هغه د دې پېښې لامل د کور د دیوال زوړوالی یادوي.

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ډیری وخت دا ډول پېښې د بارانونو پرمهال رامنځته کېږي، چې زیاتره قربانیان یې ښځې او ماشومان وي.