close

نورستان کې د استوګنې په کورونو کې اورلګېدنې مالي زیانونه اړولي

اطلاعات روز: د نورستان په وایګل ولسوالۍ کې د استوګنې په کورونو کې د اورلګېدنه له امله د سیمې خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

نورستان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند غلام الرحمان حیدري وایي، چې دا اور لګیدنه تېره شپه (شنبه، ۶ د سلواغې) ناوخته د مرکزي وایګل اړوند «ژاک» کلي کې رامنځته شوې او تر سهار یې دوام کړی دی.

هغه وويل، چې په دې اورلګیدنه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو ځایي خلکو ته درانه زيانونه اوښتی دي.

د نوموړي په وینا، چې په اورلګېدنه کې اووه کورونه چې شاوخوا ۳۰ خونې پکې وې په بشپړه توګه سوځېدلي دي.

حیدري زیاته کړه چې اور د بې احتیاطۍ له امله په یوه کور کې پیل شوی او په همدې توګه نورو کورونو ته رسیدلی دی.

اطلاعات روز ته په لیږل شوې ویډیو کې لیدل کېږي، چې اور په یوه غرنۍ او ځنګلي سیمه کې لګېدلی دی.

تر اوسه روښانه نه ده چې ایا په دې پیښه کې ځنګلونو ته هم زیان رسیدلی او که نه.