close

ننګرهار او غزني کې د ترافیکي پېښو له امله درې تنه مړه شوي

اطلاعات روز: له ننګرهار او غزني څخه راپورونه وایي چې په دواړو ولایتونو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله درې تنه مړه شوي او شپږ کسان نور ژوبل دي.

ننګرهار کې ځایي سرچینې وایې چې د تورخم-جلال اباد پر لویه لاره ترافیکي پېښه کې یو تن مړ او درې نور ټپیان شوي دي.

د سیمې یو اوسیدونکی وایې چې دا پېښه نن ماسپښین (یکشنبه، ۷ د سلواغې) د تورخم-جلال اباد پر لویه لاره د شینوارو ولسوالۍ اړوند «مارکو بازار» ته څېرمه د یو مسافر وړونکي «سوزکي» او «ماریکس» موټرو ترمنځ شوې.

نوموړي زیاته کړې، ځایي خلکو ژوبل کسان پر وخت روغتون ته لیږدولي او ډاکترانو یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

همدا راز د طالبانو تر مدیریت لاندې باخبر خبري اژانس خبر ورکړی چې د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په اړونده سیمه کې «جنډې بازار» ته نژدې د یوه موتر د اوښتلو له کبله دوه تنه مړه شوي او درې نور ژوبل دي.

په دې وروستیو کې د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول ښودل شوي.