اطلاعات روز: د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کابل ته تر رسېدو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست امیرخان متقي او د دې ډلې له رییس الوزرا ملا حسن آخوند سره کتلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل اېکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې د دواړو خواوو دوه اړخیزه ناسته پیل شوې ده. د دغو کتنو جزیات نه دي په ډاګه شوي.
عراقچي نن سهار (یکشنبه، ۷ د سلواغې) د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي بیا اېکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې د عراقچي دا سفر د ګاونډیتوب د سیاست په چوکاټ کې د تعامل له لارې د ایران د ملي ګټو د تعقیب او د ګډو لېوالتباوو او اندېښنو په تړاو د بحث په موخه ترسره کېږي.
هغه لیکلي: «کیدای شي چې دا سفر د متقابلو ګټو د تامین لپاره د دواړو هیوادونو په ګڼو تړاوونو کې د عطف ټکی شي.»
په تېرو درې کلونو کې عراقچي تر ټولو لوړپوړی ایراني چارواکی دی چې کابل ته سفر کوي.
ایران او طالبان له یو بل سره نږدې اړیکې لري.
په تېرو درېو کلونو کې د اوبو موضوع د دواړو خواوو ترمنځ د ترینګلتیا سبب ګرځېدلې.