close
Photo: MFAIran

عراقچي: طالبان د اوبو په اړه «ښکلی» نظر لري

اطلاعات روز: د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې طالب چارواکو له ده سره په خبرو کې د اوبو په اړه «ښکلی» نظر درلود. د عراقچي په وینا، طالبانو ویلي چې که د هلمند سیند پر سر تړون هم نه وای، د «شرعي او انساني دندې» غوښتنه دا وه چې ایران ته اوبه ورسېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې کابل ته د خپل سفر په وروستیو کې کړې دي. دی پرون د یوه سیاسي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و.

عراقچي ویلي چې په کابل کې یې له طالب چارواکو سره د پولو د امنیت، اوبو او په ایران کې د کډوالو په اړه خبرې کړې دي.

ده د طالبانو له لومړي وزیر محمد حسن اخوند، د دې ډلې د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست امیر خان متقي او همدا راز د دې ډلې د دفاع وزارت له سرپرست محمد یعقوب سره لیدنې درلودې.

عراقچي د حقابې په اړه د طالبانو چلند «رغنده او مثبت» بللی او ویلي یې دې چې هم د طالبانو لومړي وزیر او هم د دې ډلې د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست ټینګار کړی چې د ایران حقابه به د هلمند سیند د تړون له مخې ورکول کېږي.

ده ویلي: «حتا تر دې هاخوا، یو ښه نظر چې یې درلود هغه دا و چې که تړون هم نه وای، شرعي او انساني دنده دا وه چې ایران ته اوبه ورسوو.»

دې لوړپوړي ایراني ډيپلوماټ ویلي چې د اوبو په برخه کې تخنیکي خبرې شته چې باید د حل لپاره یې همکاري وشي.

ده ویلي چې وچکالۍ هم پر سیمې اغېز کړی دی او دا چې وچکالي څومره ده او د اوبو کچه څومره ده، دا یو تخنیکي بحث دی چې د ده په وینا په دوه اړخیزه توګه باید حل شي او په دې اړه توافق وشو.

پر پولو بهېدونکې اوښتونکې اوبه له ډېر پخوا راهیسې د ایران او افغانستان تر منځ جنجالي موضوع ده.

دواړه هیوادونه د هلمند سیند پر سر یو تړون هم لري چې په ۱۳۵۱ کې لاسلیک شوی دی.

د دې تړون له مخې، باید هر کال له هلمند سیند څخه سیستان ته مشخص مقدار اوبه ولاړې شي، مګر ایرانی لوری د ورتلونکو اوبو په کچې خوښ نه دی.

افغانستان وروستۍ وچکالۍ د اوبو د کمښت لامل بولي، مګر د ایراني چارواکو په اند، د افغانستان د اوبو بندونه ایران ته د تلونکو اوبو مخه نیسي.

په هرات کې په پاشدان بند کې د اوبو تر راټولېدو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې «له افغانستانه هیله کېږي چې د هغو سیندونو د اوبو د جریان په ساتلو کې همکاري وکړي چې د افغانستان له لوري ایران ته بهېږي او شته خنډونه لیرې کړي».

د ایران د بهرنیو چارو وزارت اسماعیل بقایي ویلي و چې دا هیواد د افغانستان له سیندونو د خپلې حقابې د اخیستلو لپاره له هر ډول ابزارو استفاده کوي.

د ایران او کابل تر منځ زیات تعاملات

عباس عراقچي وایي چې په ایران کې یې د افغان کډوالو په اړه هم له طالبانو سره خبرې کړې دي او په دې اړه د دې ډلې نظر مثبت دی.

د ده په وینا، د غیر قانوني افغان کډوالو د «ابرومندانه» ستنیدنې په اړه توافق شوی دی. عراقچي ټینګار کړی چې د کډوالو بیرته ستنېدل باید شروع شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په اخیر کې کابل ته خپل سفر «ډېر ښه سفر» یاد کړی او ویلي یې دې چې اوسمهال د کابل او تهران تر منځ د پخوا په پرتله ښه درک شته او تعاملات هم پراخ دي.

ده ویلي: «زما په اند اوس زموږ زیاتې ګټې تامین شوې دي او شي به. اندیښنې کمې شوې دي او ان شاء الله دا بهیر به روان وي.»