close
Photo: sent to Etilaatroz

له زده کړو څخه د نجونو پر محرومیت نیوکه؛ د طالبانو استخباراتو درېيم ديني عالم ونيوه

اطلاعات روز: یو دیني عالم مولوي عبدالعزیز شجاع چې له زده کړو څخه د نجونو پر محرومیت یې نیوکه کړې وه، په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.

د دغه ديني عالم يو خپلوان اطلاعات روز ته وويل، چې هغه د سې شنبې ورځ (۹ د سلواغې) له غرمې مخکې شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې د یوې ټیلیفوني اړیکې وروسته د طالبانو استخباراتو ته ورغلى او بېرته کور ته نه دی ستون شوی.

سرچينه د دغه ديني عالم د نيولو لامل د طالبانو له لوري له زده کړو څخه د افغان نجونو او ښځو پر محروميت نيوکه کول ګڼي.

دغه دیني عالم د تیرې دوشنبې په ورځ له یو شمېر نورو علماوو سره په کابل کې د سولې او یو بل منلو په اړه یو خبري کنفرانس کې وینا کړې وه.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې د قرآن کریم ایاتونه یوازې د نارینه وو لپاره نه دي او خدای یوازې نارینه ته نه دي ویلي چې علم زده کړي.

د طالبانو استخباراتو د مولوي عبدالقادر قانت او مولوي محمود حسن په نومونو دوه نور دیني عالمان هم نيولي دي.

دوی د دوشنبې ورځې په کنفرانس کې په کندهار کې د طالبانو د مشر پر انحصار هم نیوکې کړي دي.

طالبانو تر دې وړاندې هم څو ځلي خپل منتقدین نیولي او بندیان کړي دي.