اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي چې ۳۹ سلنه کورنۍ د مالي سرچینو د وچېدلو له امله د اوبو له کمښت سره مخ دي.
دې دفتر نن (پنجشنبه، ۱۱ د سلواغې) پر ایکس د شمېرو په خپرولو سره ليکلي چې ۲۳ سلنه کورنۍ نه دې توانېدلې چې اوبه تصفیه کړي.
اوچا ویلي چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال یې شریکان د اوبو، روغتیا او درملنې خدماتو ته د لومړیتوب ورکولو لپاره ۲۶۴ میلیون ډالرو ته اړتیا لري خو تر اوسه یې یوازې ۸.۴ میلیون ډالر تر لاسه کړي دي.
د مرستو د همغږۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو دفتر (اوچا) وايي چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. د مرستې رسونې لپاره ۲.۲۴ میلیارد ډالرو بودجې ته اړتیا ده.
اوچا د ۲۰۲۴ کال پر همال د افغانستان خلګو ته د مرستې رسونې لپاره د ۳.۰۶ میلیارد ډالریزې بوجې غوښتنه کړې وه؛ خو د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو له مخې د دې بودجې یوازې شاوخوا ۴۰ سلنه تر لاسه شوه.
پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د وروستیو درو کلونو پر مهال متحده ایالات له دې هیواد سره تر ټولو لوی مرسته کوونکي دي البته د ډونالډ ټرمپ تر ولسمشر کېدو وروسته بهرنۍ مرستې بندې شوې دي.