اطلاعات روز: په ننګرهار او لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو پرمهال دوه کسانو خپل ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند طایب حماد وایي، چې نن (پنج شنبه، ۱۱ د سلواغې) د تورخم-جلال اباد پر لویه لار د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند «څلورم فارم» سیمه کې یو ویکسار ډول موټر یو ماشوم وهلی، چې له امله یې یاد ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هغه په خبره یاده ترافیکي پېښه د موټرچلوونکي د ګړندي تګ او بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
دغه راز د لغمان امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند محمد یونس یوسفزی وایي، چې نن ماسپښين ۰۱:۰۰ بجه د قرغیو ولسوالۍ اړوند «مشه خېلو» سیمه کې یو الټو ډوله موټر د ګړندي تګ له کبله د برېښنا له یوې پایې سره ټکر کړی، چې پرمهال یې یو تن مړ شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا په ټپيانو کې یوه ښځه او دوه ماشومان شامل دي.
نوموړی زیاتوي چې ټپيان د امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو په مرسته د ننګرهار ولایتي روغتون ته لیږدول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په ننګرهار او لغمان ولایتونو په مربوطاتو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼل کېږي.