اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو کس جسد موندل شوی دی.
یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وایي، چې د یاد کس جسد تېره ورځ (جمعه، ۱۲ د سلواغې) د بهسودو ولسوالۍ اړوند «کابل کیمپ» سیمه کې موندل شوی دی.
د سرچینې په خبره د وژل شوي کس پر بدن له نښو او علامو ښکاري چې هغه لومړی شکنجه او بیا زندۍ او وژل شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې تراوسه د وژل شوي کس هویت معلوم نه دی او نه یې هم د وژل کېدو انګېزه څرګنده شوې ده.
ننګرهار کې طالب چارواکو تراوسه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په یوشمېر نورو سیمو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي دي.