close

سیګار: داعش لاهم د افغانستان او سیمې لپاره یو لوی ګواښ دی

اطلاعات روز: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې (سیګار) په خپل نوي راپور کې ویلي، چې داعش خراسان څانګه لاهم د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره یو لوی ګواښ دی.

په دغه تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې داعش خراسان په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان، ایران، روسیه او پاکستان کې د ۶۰ بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی، چې دا د ۲۰۲۳ کال په پرتله د دې ډلې د بریدونو نږدې ۴۰ سلنه زیات دي.

خو، سیګار ویلي چې دې ډلې په تیرو دریو میاشتو کې له افغانستان او پاکستان څخه بهر کوم بریالی برید نه دی کړی.

د سیګار راپور وايي، چې د داعش خراسان څانګې د طالبانو له واک ته رسیدو راهیسې د دې ډلې لږ تر لږه اته غړي وژلي دي، چې پکې د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني، د بلخ والي محمد داوود مزمل او د بدخشان ولایت مرستیال او سرپرست والي نثار احمد احمدي شامل دي.

د دې راپور له مخې، طالبانو په وار وار ادعا کړې چې داعش او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې نه دي، خو په یوه وزارت کې د یوه جګپوړي مشر وژنه «هغه اصلي خبره تر پوښتنې لاندې راولي چې طالبان سوله راوستلی شي».

سیګار په افغانستان کې د داعش خراسان شتون ته هم اشاره کړې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي په حواله چې لیکلي، چې دې ډلې خپل عملیاتي مرکزونه د افغانستان په ختیځ نورستان او کونړ ولایتونو کې ساتلي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې دغه راز د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې په حواله لیکلي، چې داعش خراسان «خپل مالي او لوژستیکي وړتیاوې ښې کړې دي، او اروپايي هیوادونه دا ډله د اروپا لپاره تر ټولو لوی ګواښ ګڼي».

د دې راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې دا هم ویلي، چې په لنډمهاله کې، داعش خراسان غواړي «خپل جنګي چمتووالی وساتي، خپل عاید زیات کړي، او د استخدام پروسه پیاوړې کړي» په داسې حال کې چې د ځمکې د کنټرول ترلاسه کولو هڅه هم کوي.

سیګار زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې د راپور له مخې، طالبان هوډمن دي چې د داعش د خراسان څانګې سره مقابله وکړي؛  ځکه چې دوی دا د ځان لپاره یو وجودي ګواښ ګڼي، خو په دې برخه کې د دوی وړتیاوې محدودې دي.

د سیګار د راپور له مخې، داعش خراسان په افغانستان کې د مذهبي لږکیو پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او د نورو بریدونو ترڅنګ یې د بغلان په ولایت کې د ۱۲ صوفیانو د وژنې مسوولیت منلی دی.

سیګار ویلي، چې داعش خراسان له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې د مذهبي ځایونو د بریدونو لپاره له چاودیدونکو توکو څخه کار اخلي.

د القاعدې سره نرمښت

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې په خپل نوي راپور کې ویلي، چې طالبان لاهم د القاعدې نرمښت ته دوام ورکوي او په افغانستان کې دې ډلې ته خوندي ځای برابروي.

د سیګار په راپور کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې په حواله لیکل شوي، چې القاعده په افغانستان کې له نورو ترهګرو ډلو سره همکاري کوي او له طالبانو سره خپلو اړیکو ته لومړیتوب ورکوي.

سیګار همدارنګه د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې په حواله زیاته کړې چې القاعده په افغانستان کې ۱۲ لوړ پوړي مشران لري او د هند په نیمه وچه کې د دې ډلې له څانګې او د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي سره د خپلو ځواکونو په روزنه کې همغږي کوي.

د طالبانو غبرګون

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د سیګار د راپور په ځواب کې ویلي، چې په افغانستان کې هیڅ بهرنۍ ډله فعاله نه ده.

هغه ملي راډیو ته، چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، ویلي چې داعش ډله هم په افغانستان کې ځپل شوې او له منځه وړل شوې.

د طالبانو مرستیال ویاند له افغانستان څخه د داعش ګواښ «مبالغه» بولي او وايي چې هغه څه چې د سیګار په راپور کې په دې اړه ویل شوي ریښتیا ندي او دا ډله یې ردوي.

طالبانو په وار وار د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو هغه راپورونه رد کړي چې په افغانستان کې د داعش او القاعدې د شتون او د هغوی له خوا د ګواښونو په خپاره شوي دي.

خو، دې ډلې د داعش خراسان له خوا د خپلو چارواکو پر وړاندې یو شمېر بریدونه تایید کړي، چې پکې د دې ډلې له خوا د خلیل الرحمن حقاني وژنه هم شامله ده.