close

کونړ کې یو سړي خپله مېرمن په ډزو وژلې

اطلاعات روز: کونړ کې سیمه ییزې سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې یو کس خپل مېرمن په ډزو وژلې ده.

یوې ځایي سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دا پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۱۵ د سلواغې) سهار شاوخوا ۹:۰۰ بجې د چپې درې ولسوالۍ اړوند «ګلسلک» سیمه کې رامنځته شوې.

سرچینه په قتل تورن کس د عطاءالله په نوم یادوي او په خبره یې هغه له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی دی.

سرچینه وایي، تر اوسه د یادې پېښې لامل نه دی څرګند او تر دې مهاله کونړ کې د طالبانو سیمه ییزو مسوولینو د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هېواد کې د کورني تاوتریخوالي پېښې تر بل هر وخت زیاتې شوي چې لامل اقتصادي ستونزې او پراخه وزګارتیا ښودل کېږي.