close
UNAMA File photo

په کابل کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې ډزې؛ د ساتونکو پوسته هدف وه، د طالبانو یو غړی وژل شوی

اطلاعات روز: په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر په دې دفتر کې د ډزو په اړه نور جزییات ورکړي دي. د طالبانو کورنیو چارو وزارت هم دا ډزې تایید کړې دي او ویلي یې دې چې د دې ډلې یو غړی وژل شوی دی.

د یوناما ویاند د ایمیل له لارې د اطلاعات روز ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې پېښه د یکشنبې په ورځ (۱۴ د سلواغې) په کابل کې د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې دننه ترسره شوې.

د یوناما د دفتر په وینا، په ډزو کې په ودانۍ کې دننه د ساتونکو پر پوستې د طالبانو د هغه غړي له لوري ډزې وشوې چې له ودانۍ دباندي و.

د یوناما ویاند ویلي چې په دې پېښه ېک د ملګرو ملتونو یو بهرنی ساتونکی ژوبل شوی او اوسمهال یې درملنه کېږي.

ده ویلي چې د دې پېښې پر مهال د ملګرو ملتونو امنیتي ساتونکو ډزو ته ځواب نه دی ورکړی.

د یوناما ویاند ویلي چې د دې پېښې له امله د هغه کس جسد د ملګرو ملتونو له ودانۍ دباندې موندل شوی چې د طالبانو د ځواکونو په توګه پېژندل کېده. په عین مهال کې د دې کس د وژل کېدو څرنګوالی معلوم نه دی.

ده ویلي چې ملګري ملتونه او طالبان د دې پېښې په اړه پلټنې کوي.

د یوناما د ویاند په وینا، تر دې پېښې وروسته طالبانو د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې پر هر ډول تګ-راتګ بندیز ولګاوه او اوس دا بندیز لیرې شوې دی.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ په ودانۍ کې ډزې منلې دي او ویلي یې دې چې په دې ډزو کې د طالبانو یو غړی وژل شوی او د ملګرو ملتونو یو کارمند ژوبل شوی دی.

ده له طلوع نیوز سره په خبرو کې ویلي چې د دې پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول د دې پېښې په اړه وضاحت نه دی ورکړی.

د وروستیو درو کلونو پر مهال دا لومړی ځل دی چې د ملګرو ملتونو د استازولۍ په ودانۍ کې داسې پېښه را منځ ته کېږي.