اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی، چې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ته یې اجازه ورکړې چې د عمرې مراسمو ترسره کولو په موخه سعودي عربستان ته سفر وکړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي، چې د سفر دا معافیت د جنورۍ له ۲۳مې څخه د فبرورۍ تر ۳مې پورې په پام کې نیول شوی و.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني د سفر یادونه نه ده کړې.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سلواغې په دویمه نیټه اعلان وکړ چې سراج الدین حقاني او د دې ډلې د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق متحده عربي اماراتو ته سفر کړی او د دې هیواد له مشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره یې کتلي او خبرې اترې یې کړې دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه راز څرګنده کړې، چې د طالبانو د حج او اوقافو سرپرست وزیر نور محمد ثاقب ته یې هم د روان کال د جنورۍ له ۱۳مې څخه تر ۱۶مې پورې د سفر له بندیز څخه معافیت ورکړی، ترڅو هغه وکولای سعودي عربستان کې په یوه کنفرانس کې ګډون وکړي.
دې شورا ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي لپاره یې هم د سفر بندیز څخه معافیت صادر کړی، ترڅو د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له ۲۸مې څخه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۷مې پورې د متحده عربي اماراتو ابوظبي ته سفر وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، چې دا معافیتونه د دې شورا د ۱۹۸۸ کال د پریکړه لیک پر بنسټ ورکړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا له دې وړاندې هم سراج الدین حقاني او عبدالحق وثیق ته متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته د سفر کولو له بندیز څخه معافیت ورکړی و.