اطلاعات روز: د امریکا د استازو مجلس جمهوري غوښتونکي استازي مایکل مک کال د دې هیواد له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې په افغانستان کې د امریکا د پخوانیو کارمندانو بیا میشتېدنې ته دې دوام ورکړي.
د نیوزویک له راپور سره سم، مک کال د یکشنبې په ورځ له سيبيایس شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې «زموږ د افغان شریکانو پرېښودل» هغه څه دي چې متحده ایالات یې باید «اصلاح کړي».
ده ویلي: «موږ له هغوی سره ژمنه کړې چې کله په افغانستان کې زموږ له ښځینه او نارینه خدمت کوونکو سره کار وکړي، نو د دوی ساتنه به کوو. دوی ژباړونکي دي؛ هغه کسان چې زموږ له سرتېرو سره یو ځای وو. دوی د مهاجرت ځانګړې ویزې لري او زما په اند باید وکولای شي چې د ایسآیوي برنامې له لارې راشي.»
د ټرمپ د اجرایوي فرمان له لارې د کډوالو د بیا میشتېدنې هغه الوتنې چې له جنوري څخه تر اپریل میاشتې پورې پلان شوې وې، لغوه شوې دي او شاوخوا دوه زره تنه په ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي توګه پاکستان کې بې برخلیکه پراته دي او د خپل راتلونکي په اړه ډاډه نه دي.
له دې کډوالو څخه د روشنګر په نوم یو تن اسوشیټیډ پریس ته ویلي: «زه حیران شوم او اوس هم حیران یم، ځکه چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې دې بهیر ته منتظر وم ترڅو له دې جهنم څخه ووځم او یوه امن ځای ته ورسېږم، یو ارام ژوند وکړم او هر څه دویم ځل راپیل کړم.»
پخواني سمندري پوځي او د «افغان واک» ایتلاف رییس شاون ون دایور چې د افغان کډوالو د بیا میشتېدنې د هڅو ملاتړ کوي، ویلي: «دا زموږ پر ملي ویاړ یو د شرم داغ دی چې موږ د هغو کسانو له پښو خاورې کاږو چې د بیا میشتیدنې لپاره یې صبر وکړ او هغه کسان چې تازه راغلي، هغه وباسو.»
امریکا له افغانستانه د وتلو پرمهال خپل یو شمېر ځایي کارکوونکي تخلیه کړل مګر لاهم ګڼ شمېر کسان په افغانستان او یا هم د پاکستان په ګډون په ګاونډیو هیوادونو کې پاتې دي.
د امریکا پخواني متحدین وایي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د دې ډلې له انتقام اخیستنې سره مخ دي.