close

فراه کې د ماین چاودنې درې تنه وژلي

اطلاعات روز: له فراه څخه سرچینې وایي چې د دې ولایت د شیخ ابونصر فراهی بندر په سیمه کې د ماین چاودنې درې تنه وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

سیمه‌ییزې سرچینې اطلاعات روز ته ویلي چې دا پېښه نن (دوشنبه، ۲۲ د سلواغې) د ابونصر فراهی بندر په مربوطاتو کې هغه مهال رامنځته شوه چې د تیلو د یوه پلورونکي شرکت کارکوونکي د تفریح لپاره دې سیمې ته تللي وو.

د پېښې له ځایه یو عیني شاهد وايي چې چاودنه ډېره زوروره وه او تر لیرې پورې یې غږ اورېدل شوی دی.

تر اوسه په فراه کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او دا لا روښانه نه ده چې ماین تازه ځای پر ځای شوی و او که له تېرو جګړو پاتې شوی دی.

په افغانستان کې له تېرو جګړو پاتې چاودېدونکي توکي هر کال د لسګونو کسانو ژوند اخلي چې ډېره برخه یې ماشومان دي.