close
انځور: کونړ ولایت مقام

کونړ کې د څه باندې ۱۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې وپلورل شوې

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو د ولایت مقام رسنیز دفتر په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په دې ولایت کې د ۱۲۰ مېلیونه او پینځه لکه او ۵۰ زره افغانیو په ارزښت «بیروج» ګرانبیه ډبرې د ازادې بولۍ له لارې وپلورل شوې.

په دې اعلامیه کې راغلي چې دا ازاده داوطلبي نن (سې‌شنبه، ۲۹ د سلواغې) کونړ کې د ګرانبیه او نیمه ګران بیه ډبرو د پېر او پلور مارکېټ کې ترسره شوه.

د اعلامیې له مخې په دې داوطلبۍ کې د کونړ، نورستان، ننګرهار، لغمان، بدخشان، پنجشېر او د هېواد د یو شمېر نورو سیمو سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.

اعلامه کې په دې اړه جزییات نه دې ورکړل شوي چې څومره اندازه ګران بیه ډبرې پلورل شوې او څو میلیونه افغانۍ د طالبانو د حکومت خزانې ته جمع کېږي.

دا په داسې حال کې چې کونړ کې تر دې وړاندې هم درې ځلې د شاوخوا ۱۷۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت بیروج ګران بیه ډبرې د ازادې داوطلبۍ له لارې پلورل شوې دي.