اطلاعات روز: د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم ویلي، چې د افغانستان تحصیلي نصاب د اړتیاوو ځواب ویونکی نه و او دغې ډلې د «اسلامي او ملي ارزښتونو» په پام کې نیولو سره پرې بیا کتنه کړې.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د خبرپاڼې له مخې، ندیم دا څرګندونې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیط سره په کتنه کې کړي.
ندیم د طالبانو بیاځل واکمنیدو وروسته په تحصیلي برخه کې خپلو لاسته راوړنو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې «تحصیلي نصاب مخکې د افغانانو اړتیاوو ته ځواب ویونکی نه و چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره پرې بیا کتنه وشوه».
د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر زیاته کړې، چې د دې ډلې له خوا د هیواد د کنټرول ترلاسه کولو وروسته د دیني او عصري علومو ترمنځ واټن له منځه تللی او دواړو برخو ته ځانګړې پاملرنه کېږي.
د طالبانو ډیر تمرکز پر دینی زدهکړو دی. خو کارپوهان او نیوکه کوونکي بیا د درسي نصاب بیا کتنه په دې معنا بولي، چې دغه ډله غواړي پوهنتونونه په مدرسو بدل کړي.
طالبانو د دیني مضامینو تدریس زیات کړی او ځینې څانکې او مضامین یې له منځه وړي دي.
دا ډله خپل مطلوب اشخاص په پوهنتونونو کې د استادانو په توګه ګماري او په تېرو دریو کلونو کې یې د هیواد ځینې مسلکي استادان له دندو ګوښه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې هیواد کې د بې کارۍ او نامعلوم تحصیلي راتلونکي له امله ځوانان زده کړې پریږدي او په مرګونو لارو بهرنیو هیوادنو ته سفر کوي.