close

طالبانو د افغانستان د ښوونځیو پر ښوونکو او زده کوونکو د «خولۍ» او «لنګوټې» پر سر کول جبري کړل

اطلاعات روز: د طالبانو پوهنې وزارت د «جامو د لایحې» په تصویبولو سره د افغانستان د ښوونځیو پر زده کوونکو او ښوونکو د «کمیس او پرتوګ» اغوستل او «خولۍ» او «لنګوټې» پر سر کول جبري کړي دي.

دا لایحه چې په تازه توګه خپره شوې، پکې راغلي چې د زده کوونکو لباس کمیس او پرتوګ دي چې له «تکې» تیاریېږي او لمن یې باید تر ځنګنو وي.

د دې لایحې له مخې، د دولتي ښوونځیو جامه له لومړي ټولګي څخه بیا تر نهم ټولګي پورې «اسماني» رنګه ده او ورسره باید خولۍ یا هم لنګوټه پر سر کړي.

له دې لایحې سره سم، له لسم څخه تر دوولسم ټولګیو پورې زده کوونک باید له لنګوټې سره یو ځای سپین رنګه کمیس او پرتوګ واغوندي.

په دې لایحه کې ویل شوي چې خصوصي مکتبونه کولای شي د خپلو زده کوونکو د جامو رنګ په خپله تعین کړي او پر هغه خپله نښه هم ولګوي.

د طالبانو د پوهنې وزارت په لایحه کې ویل شوي چې د ښوونځیو ښوونکي هم باید کمیس او پرتوګ واغوندي او لنګوټه یا هم حد اقل خولۍ پر سر کړي.

د دې لایحې له مخې، د «اسلامي تعلیماتو د ادارو» ښوونکي باید کمیس او پرتوګ واغوندي او لنګوټه وتړي.

همدا راز په دې لایحه کې ویل شوي چې د ښوونکو او زده کوونکو لباس باید له تعین شوي حد څخه لنډ یا هم اوږد، یا هم تنګ او چسپ یا نازک نه وي.

په دې لایحه کې ویل شوي چې که زده کوونکي له کوم معقول عذر پرته دا جامه وانه غوندي، په لومړي ځل ورته توصیه کېږي او که بیا همداسې وکړي، د خپلې کورنۍ په شتون کې ترې تعهد اخیستل کېږي چې دا تېروتنه به بیا نه کوي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي چې دا لایحه یې د «نظم او انضباط د را منځ ته کولو، په زده کوونکو کې د زده کړې او اطاعت د روحیې پیاوړي کولو، د غریبو او مالدارو کورنیو د زده کوونکو تر منځ د مشترک احساس د را منځ ته کولو، د زده کوونکو او نورو خلګو تر منځ د توپیر کولو او د اسلامي جامې د کلتور پیاوړي کولو» په موخه جوړه کړې.

د طالبانو د پوهنې وزارت د مکتوبونو له مخې چې اطلاعات روز ورځپاڼې هم تر لاسه کړي، د دې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده دا لایحه تایید کړې ده.

تر دې وروسته د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست حبیب الله اغا د ټولو ولایتونو پوهنې ریاستونو ته خبر ورکړی دی چې دا لایحه دې عملي کړي.

په دې لایحه کې د ښځینه زده کوونکو او ښوونکو د جامې په اړه څه نه دې ویل شوي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د ۱۴۰۲ لمریز کال په وري میاشت کې د هیواد د ښځینه او نارینه زده کوونکو لپاره د «شرعي لباس» په نوم یوه لایحه برابره کړې وه او تر خپل واک لاندې ادارو څخه یې په دې اړه نظر غوښتی و.

په دې لباس کې د ښځینه زده کوونکو د جامو ځانګړنې هم بیان شوې وې او ویل شوي و چې د ښځینه زده کوونکو لباس به «له شرعي مشخصاتو سره کمیس، پرتوګ او ټیکری وي، کمیس به یې ګرده لمن لري او د زده کوونکې له قد او جسامت سره به برابره» وي.

دا په داسې حال کې چې طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي لوړې نجونې ښوونځي ته له تللو منع کړې دي او طبي پوهنتونونه او انسټیټوټونه یې هم د ښځینه زده کړیالانو په وړاندې تړلي.