اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې وایي چې د دې ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په «کمیسیون» سیمه کې یو ځوان د ګاز نیونې له امله مړ شوی.
د سپین بولدک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نن (پنجشنبه،۲ د کب) اطلاعات روز ته وویل چې یاد ځوان په خپل موټر کې د ګازو بخارۍ لګولې وه، خو د ګاز د راوتلو له امله موټر کې اکسیجن خلاص شوی او یاد کس خپل ژوند بایللی.
سرچینې زیاتوي چې د قرباني جسد اوس مهال د سپین بولدک ولسوالۍ روغتون ته وړل شوی او د هغه د کورنۍ د موندلو هڅې روانې دي.
افغانستان کې ګڼ کسان د سړې هوا له امله د ګازو بخارۍ کاروي خو د احتیاطي تدابیرو د نه مراعات له امله هر کال ورته لسګونه پېښې رامنځته کېږي.