اطلاعات روز: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي چې طالبانو په افغانستان کې د داعش او القاعدې پر خلاف په «ځینو مواردو» کې د اقداماتو په برخه کې همکاري کړې ده.
نوموړي دا څرګندونې له یوه امریکایي خبریال سره د خبرو پر مهال کړې دي.
روبیو د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د داعش او القاعدې د پټنځایونو په تړاو پوښتنې ته په ځواب کې ویلي چې د یوه داسې دولت نشتون چې پر ټول قلمرو واک ولري، داسې ډلو ته فرصت ورکوي.
ده ویلي: «د نن او د ۱۰ کاله وړاندې وخت تر منځ توپیر دادی چې موږ پر ځمکه امریکايي عناصر نه لرو تر څو هغوی (القاعده او داعش) په نښه کړي او تعقیب یې کړو.»
مارکو روبیو زیاته کړې چې په «ځینو مواردو کې طالبان همکار وو، کله چې هغوی ته ویل شوي چې داعش یا هم القاعده ستاسو د هیواد په دې برخه کې فعالیت کوي، پسې ورشئ او په نورو قضایاوو کې نه».
طالبان د القاعدې او داعش په شمول په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون نه مني.
دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې د داعش بریدونه دوام لري. د وروستۍ یوې میاشتې پر مهال داعش په کندوز او کابل کې د دوو ځانمرګو بریدونو مسوولیت منلی دی.
په عین مهال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د افغانستان اوسنی وضعیت د یوولسم سپټمبر تر بریدونو وړاندې وضعیت سره نه پرتله کوي، ځکه چې د ده په وینا اوس تر افغانستان پورې محدود ګواښ نشته.
ده ویلي چې د امریکا واقعي اندیښنې د سوریې په اړه دي، چیرته چې د داعش اته زره غړي بندیان دي او که هغوی خوشي شي، لویه ستونزه به رامنځ ته کړي.