close
Michael Brochstein/Sipa USA via REUTERS

مک کال: مارکو روبیو دې له افغان متحدینو سره زموږ ژمنو ته لومړیتوب ورکړي

اطلاعات روز: د امریکا د استازو مجلس یوه غړي مایکل مک کال د دې هیواد د بهرنیو چارو له وزیر څخه غوښتي چې په افغانستان کې دې د متحده ایالاتو له پخوانیو متحدینو سره د دې هیواد کړو ژمنو ته لومړیتوب ورکړي.

ده د هغو راپورونو په اړه اندیښنه ښوولې چې پکې ویل شوي و چې د هغو افغان وګړو د میشتونې برنامه لغو کېږي چې له امریکا سره یې همکاري کړې وه.

مک کال پر ایکس لیکلي چې «د بایډن حکومت له افغانستان د خپلې ګډې-وډې او مرګونې وتنې پر مهال زموږ په لسګونو زره هغه افغان متحدین پرېښودل چې له موږ سره یو ځای جنګېدلي وو».

ده ویلي: «زه له وزیر روبیو څخه غواړم چې له افغان متحدینو سره مو کومې ژمنې کړې وې، هغو ته دې لومړیتوب ورکړي.»

رویټرز خبري اژانس په تازه توګه راپور ورکړی چې امریکا غوړي د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت تر مدیریت لاندې د افغان وګړو د بیا میشتونې دفتر په دایمي توګه وتړي.

دې رسنۍ د یوه امریکایي چارواکي، د افغان پناه غوښتونکو د حقونو د یوه مدافع او دوو باخبره سرچینو له قوله ویلي چې دې دفتر ته امر شوی چې د روان میلادي کال د اپریل تر میاشتې دې د خپلې تړنې برنامه چمتو کړي.

د رویټرز د راپور پر اساس، په دې اقدام سره د افغانستان شاوخوا ۲۰۰ زره وګړي په امریکا کې له بیا میشتیدنې محروم کېږي.

دې رسنۍ زیاته کړې چې په دې افرادو کې ۵۰ زره هغه وګړي چې د پاکستان په شمول د نړۍ په ۹۰ هیوادونو کې سرګردان دي، ۱۱۰ زره کسان چې د افغانستان له داخله یې د کډوالۍ د ځانګړو ویزو (ایس آی وي) غوښتنه کړې او غوښتنې یې ارزول کېږي او ۴۰ زره نور هغه کسان شامل دي چې غوښتنه یې منل شوې او منتظر دي چې قطر او البانیا ته انتقال او له هغه ځایه امریکا ته یو وړل شي.

د امریکا ولسمشر سپینې ماڼۍ ته تر تلو وروسته له امریکا د غیر قانوني کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې او د دې هیواد د کډوالۍ ټولې برنامې یې هم تړلې دي.

د دې برنامې تړل کېدل د دې لامل شوي چې د امریکایي ځواکونو په زرګونو افغان همکاران له نامعلوم برخلیک سره مخ شي.

دوی بیا-بیا د امریکا له ولسمشر څخه غوښټي چې د افغان وګړو د کډوالۍ برنامې دې مستثنا کړي او د هغوی د غوښتنو د منلو او انتقال بهیر دې پیل کړي.