close
Photo: IRNA

د ایران د کورنیو چارو مشاور وزیر وایي چې د کډوالو د سرشمیرنې پاڼه د کال تر پایه اعتبار لري

اطلاعات روز: د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د بهرنیو اتباعو او کډوالو د مرکز رییس او مشاور وزیر نادر یار احمدي وایي چې د بهرنیو وګړو د سرشمیرنې طرح د کال تر پایه اعتبار لري او نوره به تمدید نشي.

د ایرنا خبري اژانس له راپور سره سم، نادر یار احمدي په اصفهان کې د بهرنیو اتباعو او کډوالو د عمومي مدیرانو د کانفرانس په څنډو کې وویل چې د بهرنیو اتباعو د سرشمیرنې د طرحې موخه داده چې غیر قانوني افراد وپېژندل شي او هغوی ته د پېښېدونکو قانوني ستونزو مخنیوی وشي. د ده په وینا، دې طرحې د ایران دولت ته هیڅ ډول تعهد نه دی را منځ ته کړی.

ده ویلي چې کوم بهرني اتباع چې پر ټاکلو دندو ګټور وبلل شي، کولای شي په ایران کې پاتې شي او له دې پرته باید بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

د وروستیو کلونو پر مهال د افغانستان زیات شمېر وګړي ایران ته کډوال شوي او د سرشمیرنې پاڼه لري. د ایران پولیس تر ډېره حده د سرشمیرنې پاڼې لرونکي وګړي نه باسي.

همدا راز د افغان کډوالو هغه وګړي چې پخوا ایران ته تللي، آمایش کارتونه او کورني پاسپورټونه لري. د ایراني چارواکو په وینا، د دې کډوالو اسناد تمدید شوي او یا هم د تمدیدو په حال کې دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د مرکز رییس او مشاور وزیر زیاته کړې چې د راتلونکې کال پر مهال د یوه واحد سند د ورکړې لپاره پلانونه نیول شوي او پر همدې اساس به د افغانستان وګړي له کوم معتبر سند پرته ونشي اوسېدلای.

یار احمدی همدا راز د قانوني بهرنیو اتباعو د دندې په اړه ویلي چې که هغوی کار پیدا کړي او د کار د اسناد تر لاسه کړي، کولای شي په قانوني توګه په ایران کې پاتې شي.

د افغانستان وګړي عموما د کار په موخه ایران ته ځي.

ایراني چارواکو په دې هیواد کې د افغان وګړو شمېر پنځه میلیونه ښوولی دی.

ایراني چارواکو د روان کال پر مهال ویل چې د کال تر پایه دوه میلیون کډوال وباسي.

د وروستیو میاشتو پر مهال په ایران کې د افغان وګړو د نیولو او ترې د ویستلو لړۍ روانه ده.

دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې لا هم اقتصادي او د بې کارۍ کړکېچ پر ځای پاتې دی او له دې سره-سره د کډوالۍ بهیر هم روان دی.