اطلاعات روز: د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې یوه ورځ وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له اعلان سره-سره په کابل کې د «بیګم» او «جوانان» راډیوګانو دفترونه نه دې پرانیستل شوي.
دې مرکز نن (یکشنبه، ۵ د کب) د یوې باخبره سرچینې له قوله ویلي چې د بیګم راډیو دوه تنه نیول شوي همکاران لا هم نه دې ازاد شوي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت پرون اعلان وکړ چې دې دوو راډیوګانو ته یې بیرته د فعالیت اجازه ورکړې ده.
دې وزارت زیاته کړې چې د دې راډیوګانو مسوولینو ژمنه کړې چې د طالبانو له پالیسۍ او د خبریالۍ له اصولو سره سم به فعالیت کوي او هیڅ ډول سرغړونه به نه کوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز دې دوو راډیوګانو ته د بیا فعالیت د اجازې ورکولو هرکلی کړی، خو «د رسنیو تر قانون هاخوا تعهداتو» ته د هغو اړ کول او د کارمندانو د بند دوام یې غندلی دی.
دې مرکز د بیګم راډیو د دوو زنداني کارمندانو ژر خوشي کېدل غوښتي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سلواغې میاشتې پر ۱۶ اعلان وکړ چې د بیګم راډیو خپرونې یې له دې امله بندې کړې دې چې له جوازه یې ناوړه ګټه اخیستې وه او په بهر کې د یوه ټلویزون لپاره یې برنامې چمتو کولې.
تر دې یوه ورځ وروسته دې راډیو اعلان وکړ چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارمندانو د طالبانو استخباراتو سره یو ځای په کابل کې د دې راډیو پر دفتر یرغل ور وړی او دوه نارینه کارمندا یې نیولي او کمپیوټرونه، هارډیسکونه، اسناد او د ښځینه خبریالانو ټلیفونونه یې هم له ځان سره وړي دي.
بیګم راډیو د ۲۰۲۱ میلادي کال د مارچ پر اتمه د ښځو له نړیوالې ورځې سره هممهاله ایجاد شوې وه او اکثریت کارمندانې یې ښځې وې.
دا راډیو په فرانسې کې د مېشتې افغانې حمیده امان له لوري رامنځ ته شوې او د «موسسه بیګم برای زنان» له لوري مدیریت کېږي.
جوانان راډیو هم د اغلې امان له لوري جوړه شوې او له بیګم راډیو سره یو ځای په یوه ودانۍ کې فعالیت کوي.