اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې یې ۲۹ لرغونې او تاریخي سیمې تثبیت کړې دي.
د لغمان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالنور رسولي نن (دوشنبه، ۶ د کب) وویل، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوه پلاوي په همکارۍ د مرکز مهترلام په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۹ لرغونې سیمې ثبت شوې دي.
نوموړی همدارنګه وایي، دغه لرغونې سیمې له اسلام دورې څخه وړاندې سلګونه کاله تاریخي مخینه لري چې د بوداییزم د موریایي او کوشاني واکمنیو پورې اړه لري.
د رسولي د معلوماتو له مخې دغه تاريخي سیمې په مرکز مهترلام، قرغیو، الینګار او علیشنګ ولسواليو کې موقعيت لري.
رسولي زیاته کړه: «دغه لرغونې ساحې د لغمان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې تثبیت شوي، چې له دغو سیمو ۵ یې په مرکز مهترلام، ۱۴ په الینګار، ۵ په الیشنګ او ۵ په قرغیو ولسوالیو کې تثبیت شوې دي، همداراز په علیشنګ ولسوالۍ کې درې کتیبې هم موندل شوي چې د براهمي سارادا رسم الخط لري.»
نوموړی زیاتوي، هڅه کوي چې د یادو ولایت لرغونې سیمې او ابدې بیا ورغوي او دغه راز یې په ولسي وګړو غږ کړی، چې د لرغونو سیمو او ابدو په ساتنه او پالنه کې له حکومت سره همکاري وکړي.
له دې وړاندې لغمان کې فرهنګي فعالانو ویلي و، چې په دغه ولایت کې تاریخي سیمې د لهمنځه تلو له ګواښ سره مخ دي.