اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورچي ریچارډ بینټ وایي چې د طالبانو د مشر او سترې محکمې د رییس د نیولو غوښتنې هغه افغان ښځې هیلهمنې کړې دي چې د خپلو انساني حقونو لپاره مبارزه کوي.
ښاغلي بینټ چې نن (دوشنبه، ۶ د کب) یې د هسپانیا په مادرید کې د هرات په دوولسم امنیتي کانفرانس کې خبرې کولې وویل چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د وضعیت کړکېچنوالی له بل هیڅ هیواد سره د پرتلنې وړ نه دی.
ده ویلي چې د طالبانو د مشرانو د نیولو غوښتنه د ښځو او نجونو پر خلاف د دې ډلې له بندیزونو سره د مبارزې لپاره یو عملي ګام دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ویلي چې که د طالبانو د مشر او سترې محکمې د رییس د نیولو امر صادر شي، له دې ډلې سره د نړۍ تعامل او په رسمیت پېژندنه یې سختېږي.
ده په عین مهال کې د افغانستان د ښځو او نجونو مېړانه ستایلې او ټینګار یې کړی چې هغوی باید د افغانستان په تړاو د هر ډول خبرو او سولې د بهیر نه بیلېدونکې برخه وي.
د نړیوالې جنایي محکمې څارنوال کریم خان د سلواغې میاشتې پر پنځمه اعلان وکړ چې د جنسیتي ځورونې پر اساس د بشري جنایت له وجې یې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنه ثبت کړې.
ده ویلي چې دا د افغانستان د وضعیت په تړاو لومړۍ غوښتنه ده او د نورو طالب مشرانو د نیولو غوښتنه به هم وکړي.
کریم خان ویلي و چې د ده دفتر تر پراخې څیړنې وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې د روم له اساسنامې سره سم هبت الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د جنسیتي ځورونې پر اساس د بشریت پر خلاف د جنایت مسوول دي.
ښځو او د بشري حقونو بنسټونو د دې اقدام پراخ هرکلی وکړ، خو طالبانو نړیواله جنایي محکمه په سیاسي چلند تورنه کړې او ویلي یې دې چې خپل ځان د دې محکمې په وړاندې «مکلف» نه بولي.