close

کندهار کې «نامعلومو کسانو» یو ځوان په خپل کور کې وژلی دی

اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت په ښار کې «نامعلومو کسانو» یو ځوان په خپل کور کې د چړو په ګوزارونو وژلی دی.

ځایي سرچینې وايي، چې دغه ځوان محمد عارف نومیده او تېره شپه (یکشنبه، ۵ د کب) د کندهار ښار د پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې وژل شوی دی.

د سیمې یو اوسېدونکي وویل، چې برید کوونکي دشپې ناوخته د محمد عارف کور ته ننوتلي او هغه یې د چړو په ګوزارونو وژلی دی.

سرچینې زیاتوي، چې محمد عارف انجینر و، خو د هغه د دندې او د پېښې د علت په اړه تر اوسه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

ورته مهال د وژل شوي ځوان کورنۍ وایي، چې دوی له هیچا سره شخصي دښمني نه لري او نه هم محمد عارف د کوم ځانګړي ګواښ سره مخ و.

کندهار کې سیمه‌ییزو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د نامعلومو کسانو لخوا د هدفي وژنو پېښې زیاتې شوي، چې خلک یې په مخنیوي کې طالبان پاتې بولي.