close

سخت ورښتونه؛ په فراه او کندهار کې د سېلاب راوتلو له کبله ۲۴ تنه مړه شوي

اطلاعات روز: په فراه کې د طالبانو ځايي مسولين خبر ورکوي چې د دې ولايت په قلعه ګاه ولسوالۍ کي د سېلابونو د راوتلو له امله ۲۱ کسان مړه شوي.

په ياد فراه کې کې پيښو ته د رسيدو رياست لپاره د طالبانو ریيس مولوي محمد وايي چې دا کسان نن (سې‌شنبه، ۷ د کب) هغه مهال د سېلاب راوتلو له کبله مړه شوي چې غره ته د تفریح په موخه تللي وو.

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې د ښځو، ماشومانو او نارینه‌وو په شمول ۲۱ تنه مړه شوي او پنځه تنه نور ژوبل شوي هم دي.

همدا راز، له کندهار څخه ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د کندهار ښار داړوند د پنځمې حوزې په «ښورندام» سیمه کې د راوتلي سېلاب له امله درې پېغلې نجونې مړې شوې دي.

ځايي سرچینې وایي چې دا پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوې چې کله یادو نجونو په مانده کې جامې پرېوللې.

د مړو شویو نجونو عمرونه ۱۹، ۱۶ او ۱۵ کاله ښوول شوي.

په کندهار کې طالب چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د ورځې په اوږدو کې د سېلابونو له امله په کندهار کې څلور نور کسان هم مړه شوي.

تر دې مهاله په کندهار او فراه ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو د راوتلو له کبله ۲۸ تنه مړه شوي دي.