close
Photo: @AISS_Afg

جان ساپکو: په افغانستان کې له امریکا پاتي نظامي تجهیزات د بیرته راوړلو ارزښت نه لري

اطلاعات روز: د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا پخوانی پلټونکی جان ساپکو وایي چې په افغانستان کې له متحده ایالاتو کوم نظامي تجهیزات پاتې شوي دي، د پام وړ نه دي او د بیرته راوړلو ارزښت نه لري.

ښاغلي ساپکو نن (سې‌شنبه، ۷ د کب) د هسپانیا په مادرید کې په هرات امنیتي کانفرانس کې وویل چې د دې تجهیزاتو د بیرته راوړلو لګښت به یې تر واقعي لګښت زیات وي.

ده ویلي چې امریکا د افغانستان د پخواني حکومت لپاره کوم تجهیزات اخیستي و، هغه یا هم ختم شوي او یا هم کارول شوي او نور له منځه تللي دي.

د امریکا پخواني پلټونکي وویل: «طالبان د خپل ځواک ښوولو لپاره پخوانۍ هاموې‌ګانې، چورلکې او څو پاتې شوې الوتکې پریډ ته وړاندې کوي. ښایي په دې سره دوی ښه ښکاره شي او راضي شي، خو زما په اند متحده ایالاتو ته د دې له منځه تللو تجهیزاتو بیرته راوړل خاص ګټه نه لري.»

ده همدا راز ویلي: «په زیات احتمال سره چې موږ به یې ټوټه-ټوټه کړو او د بیرته راوړلو لګښت به یې د هغو تر واقعي قېمت لوړ وي.»

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې په امریکایي تجهیزاتو د طالبانو پریډونه دی «غوسه» کوي او غواړي دا تجهیزات بیرته راوړي.

د ۱۴۰۱ لمریز کال پر مهال او پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو څو میاشتې وروسته سي این این راپور ورکړ چې له امریکا په افغانستان کې د اوو میلیارد ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات پاتې دي.

دې رسنۍ په خپل راپور کې ویلي و چې دا شمیرې یې له هغه راپور څخه تر لاسه کړې دي چې د امریکا دفاع وزارت کنګرې ته وړاندې کړی و.

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د کلیزې په شمول د بېلابېلو مناسبتونو پر مهال دا نظامي تجهیزات پریډ ته وړاندې کړي دي.

دا ډله وایي چې دا تجهیزات «جنګي غنیمت» دی او بیرته امریکا ته نه سپارل کېږي.