close

طالبان: ننګرهار کې یو کس خپله ښځه زندۍ کړې او د بل کس جسد په سیند کې موندل شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې یو کس خپله مېرمن په زندۍ وژلې او په وینا یې چې د همدې ولسوالۍ اړوند کونړ سیند کې بیا د یو بل کس جسد موندل شوی دی.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند سید طیب حماد وایي، چې دغه پیښې تېره ورځ (شنبه، ۲۳ د وري) د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند «مشواڼو» او «چهاردهي» سیمو کې رامنځته شوي.

حماد زیاتوي، چې لومړۍ پیښه د یادې ولسوالۍ اړوند «مشواڼو» سیمه کې رامنځته شوې، چې پرمهال یو کس خپله میرمن زندۍ کړې او وژلې ده.

د هغه په خبره، د طالبانو پولیس د پېښې ځای ته پر وخت رسېدلي او د وژل شوې ښځې خاوند یې نیولی او په وینا یې، د پېښې اصلي انګېزه هم کورنی تاوتریخوالی دی.

د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند دغه راز وایي، چې د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند «چهاردهي» سیمې اړوند کونړ سیند کې بیا د یوه بې هویته کس جسد موندل شوی دی.

د حماد په وینا، چې د دغه بې هویته کس جسد تېره ورځ ناوخته طالب ځواکونو له سيند څخه را اېستلی او روغتون ته یې لیږدولی دی.

د هغه په خبره تر اوسه روښانه نه ده چې د یاد کس د مړينې انګېزه څه ده او ولې سيند ته غورځول شوى دی.

له د څه موده وړاندې هم د لغمان په سیند کې د یو کس جسد موندل شوی و.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې پټې وژنې او د ښځو پر وړاندې دا ډول پېښې زیاتې شوي چې لامل یې تر ډیره شخصي دښمنۍ، کورنی تاوتریخوالی او اقتصادي ستونزې ګڼل کېږي.