د اطلاعات روز موندنې ښیي چې د افغانستان په شمال ختیځ کې د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ د کانونو د استخراج لپاره د چینایي وګړو تر مدیریت او څارنې لاندې پراخ عملیات روان دي. له دې کانونو څخه تر لاسه شوي انځورونه او ویډیوګانې ښیي چې سره زر په چټکۍ او بې مخینې کچې سره ایستل کېږي. د پخواني حکومت تر سقوط او د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې دا کانونه په دودیزه توګه استخراج کېدل، خو اوس مهال لوی-لوی ماشینونه او د خاورو وړلو لویي موټرې په دې سیمه کې په کار بوختې دي.
ځایي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته تایید کړې، چې طالبان په دې کانونو کې د چینایي وګړو د امنیت ساتلو لپاره هغوی ته بشپړ ډاډ ورکړی دی، ترڅو هغوی په ډاډ سره په لوړه کچه استخراج وکړي.
ګل محمد (مستعار نوم) چې په چاه آب سیمه کې د لومړنیو خوراکي توکو دوکان لري او په کانونو کې د بوختو چینایانو یو شمېر اړتیاوې پوره کوي، په دې کانونو کې د چینانو د حضور خبر ورکوي.
نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې اوس مهال په لسګونو انجینران او چینایي کارګر په دې کانونو کې بوخت دي. د ده په وینا، ډېری افراد یې د ځایي خلکو په څېر دودیز کالي اغوندي، ترڅو خلکو ته خپل فعالیت طبیعي وښیي او داسې څرګنده کړي چې د سیمې خلک د سرو زرو د استخراج په بهیر کې ښکېل دي.
ده اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «د ځایي خلکو پرځای چینایي وګړي په قراردادي شرکتونو کې استخدام شوي دي او په لویه مزدوري سره زر وباسي. د هغوی شمېر شاوخوا ۵۰ ته رسېږي او انجینران او عادي کارګر پکې شامل دي.»
د ده په وینا، چې د چینایانو تر راتګ وړاندې ځایي خلکو په دې کانونو کې په دودیزه توګه کار کاوه، خو اوس دا بهرني کارګر له پرمختللو ماشینونو په استفادې شپه او ورځ د سرو زرو په استخراج اخته وي.
ګل محمد وویل: «په چاه آب کې چینایي وګړي درې ډلې دي. یوه برخه یې انجینران دي، یوه ډله یې موټروانان او عادي کارګر دي او ځینې یې هم د طالبانو په ملاتړ پانګوال دي. کارځای ته بې له اجازې ورتګ منع دی.»
د سرو زرو د لټوونکو امنیت
په تخار کې ولسي سرچینې وایي، چې په دې ولایت کې ګڼ شمېر چینایي وګړي د سرو زرو په استخراج اخته دي. دوی له پرمختللې ټکنالوژۍ او مهارت لرونکي کاري ځواک څخه په استفادې هڅه کوي چې په لوړ سرعت کار مخته یوسي. په دې عملیاتو کې چې کوم پرمختللي وسایل کارېږي، د استخراج دودیزه طریقه یې شاته پرېیښې او د استخراج حجم یې ډېر زیات کړی دی.
د تخار په کانونو ریاست کې د طالبانو له منځه یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د چینایانو تر کنټرول لاندې سیمه کې له انجینرانو واخله بیا تر اشپزانو پورې ټول چینایي وګړي دي. دا سرچینه تاییدوي چې ځایي خلک سیمې ته د ورتګ اجازه نه لري او دا سیمه تر سخت کنټرول لاندې ده.
د سرچینې په وینا، چې د تخار په دشتقلعه ولسوالۍ کې د لي په نوم چینایي وګړي تر وژل کېدو وروسته چې داعش ډلې یې مسوولیت ومانه، د چینایي وګړو امنیت پښتنو ته طالبانو ته سپارل شوی دی. دا ځواکونه چې د طالبانو له دفاع وزارت سره تړاو لري، د چاه آب ساحوي کنډک له لوري د چینایانو د خوندیتوب مسوولیت لري.
سرچینې وویل: «طالبان د چینایانو امنیت نیسي او هغوی ته اجازه نه ورکوي چې له دې ډلې سره له همغږۍ پرته د سرو زرو د کان له سیمې دباندې ووزي.»
د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د طالبانو د کانونو وزارت اعلان وکړ چې د تخار د سمتي سیمې د سرو زرو کان د یوه پنځه کلن قرارداد له مخې یوه چینایي او افغان شرکت ته سپارل شوي دي. د دې وزارت ویاند همایون افغان هغه وخت ادعا کړې وه چې دا قرارداد به د غیر قانوني استخراج او سرو زرو د قاچاق مخه ونیسي.
مګر په عین مهال کې د استخراج له زیاتېدو سره یو ځای د سرو زرو د قاچاق په اړه هم اندیښنې زیاتې شوې دي. تېره اونۍ د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند عبدالله فاروقي اعلان وکړ چې څلور چینایي وګړي یې په کابل هوایي ډګر کې د ۶۷۹ ګرامو خامو سرو زرو د قاچاق په تور نیولي دي، البته په دې اړه یې نور کوم جزییات نه دي ورکړي.
د سرو زرو پر کانونو انحصار او د خلکو محرومیت
د طالبانو د واکمنۍ په درې نیمو کلونو کې د فقر او بېکارۍ زیاتوالی د دې لامل شوی و چې په چابآب ولسوالۍ او همدا راز تالقان ښار ته څېرمه په خطایان سیمه کې د ځایي خلکو لپاره د سرو زرو د کانونو استخراج د عاید یوازینۍ سرچینه شي. وړاندې تر دې چې طالبان د دې کانونو بشپړ انحصار چینایي شرکت او له دې ډلې سره تړلو قراردادیانو ته ورکړي، د تالقان په خطایان سیمه کې د دریو کلیو اوسېدونکو او همدا راز د چاهآب ولسوالۍ دوولس کلیو د کان کیندنې له لارې د خپل ژوند او کورنیو لګښتونه پوره کول، خو اوس مهال طالبان د سیمې خلکو ته د استخراج هیڅ ډول اجازه نه ورکوي.
له سیمې له تر لاسه شویو معلوماتو سره سم، د طالبانو له ملاتړه برخمن قراردادي شرکتونه نور د دې سیمې اوسېدونکو ته اجازه نه ورکوي چې کانونو ته دننه ورشي او دې موضوع د سیمې د خلکو پراخ اعتراض را پارولی دی. ځایي اوسېدونکي وایي چې طالبانو نه یوازې له هغوی څخه کار اخیستی دی، بلکې کانونه یې په بشپړه توګه بهرنیو وګړو او له دې ډلې سره تړلو کورنیو کړیو ته په لاس کې ورکړي دي.
یو شمیر ځایي سرچینې ادعا کوي چې په «نورابه سمتي» سیمه کې د سرو زرو استخراج د څو لوړپوړو طالب چارواکو او هغوی ته د نږدې کسانو تر واک لاندې دی. په دې افرادو کې د نشهیي توکو مشهور قاچاقبر او د ګوانتنامو پخوانی زنداني بشر نورزی، د تخار پخوانی والي عبیدالله امین زاده، په تخار کې د طالبانو د استخباراتو رییس محمد نبي عابد، دغلته د طالبانو د امنیې قومندان حاجي ملا اغا او یو شمېر نور طالبان او هغوی ته نږدې کسان شامل دي. دوی د سرو زرو د استخراج بشپړ کنټرول اخیستی او د سیمې خلک یې په کانونو کې د کار کولو له حق څخه بې برخې کړي دي.
د سمتي چاهآب او خطایان سیمو کانونه اوس د خلکو تر ځمکو ورغزېدلي دي. ډېری ځایي وګړي پوښتي چې طالبان ولې هغوی ته له خپلو ځمکو د استخراج اجازه نه ورکوي، په داسې حال کې چې هغوی حاضر دي مالیات ورکړي.
یوه ځایي اوسېدونکي وویل: «ولې طالبان خلکو ته اجازه نه ورکوي چې له خپلو ځمکو سره زر را وباسي او مالیه ورکړي؟ دا چاره د خلکو لپاره د کار د پیدا کېدو لامل کېږي او هم محلي اقتصاد پیاوړی کوي.»
د خلکو اعتراض او د طالبانو له لوري یې ځپنه
د سلواغې میاشتې په وروستیو کې د چاهآب ولسوالۍ د دوولسو کلیو اوسېدونکو د سرو زرو د استخراجوونکو شرکتونو د فعالیت پر وړاندې اعتراض وکړ. معترضینو ټینګار کاوه چې دې شرکتونو چاپېریال او د سیمې څړځایونو ته زیان اړولی دی. دوی خبرداری ورکړ چې که طالبان د چینایي شرکت او د هغو د افغان قراردادیانو فعالیت ونه دروي او د درنو او لویو ماشینونو مخنیوی ونه کړي، نو دوی به خپل اعتراض ته دوام ورکړي.
معترضانو ویل چې د سیمې خلک هم باید د دې کانونو له استخراج څخه ګټه تر لاسه کړي مګر د طالبانو د دفاع وزارت د سرحدي کنډک ځواکونو چې په چاهآب کې مېشت دي، د ځپلو په ګواښ سره معترضینو ته وویل، چې که غونډو او د کانونو په استخراج کې لاسوهنو ته دوام ورکړي، وبه نیول شي او زنداني به کړل شي.
محمد عثمان (مستعار نوم) د چاهآب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې ادعا وکړه چې په تخار کې د ده ځمکه د طالبانو د افرادو له لوري غصب شوې ده. ده وویل چې د نورابه سمتي د سرو زرو کان ته د قراردادي شرکتونو تر راتلو وروسته طالبانو د هغو ۲۰ تنو ځایي اوسېدونکو د فعالیت مخه ونیوله چې وړاندې یې له دې ډلې د زرشویي رسمي جواز تر لاسه کړی و. طالبانو د هغوی د فعالیت له بندولو سره-سره د هغوی ټول وسایل او تجهیزات هم مصادره کړي دي.
محمد عثمان په تخار کې د طالبانو د استخباراتو رییس د خلکو د ځمکو په غصب کولو تورن کړ او ویې ویل چې دې ځایي چارواکي هغه ځمکې مصادره کړي چې د سرو زرو منابع لري.
نوموړي وویل: «کله چې د طالبانو د کانونو او پیټرولیم وزارت اعلان وکړ چې ځایي خلک له جواز پرته کار نه شي کولای، ما او د سیمې څو نورو اوسېدونکو د هر نفر پر سر ۹۰ زره افغانۍ ورکړې او د تخار له کانونو ریاست څخه مو د زرشویي او کان کیندنې رسمي جواز تر لاسه کړ. تقریبا ۱۱ میاشتې مو په خپلو ځمکو کې په قانوني توګه کار وکړ او له سرو زرو مو هم مالیات او هم د طالبانو ونډه ورکوله مګر کله چې د پښتنو قراردادي شرکتونه راغلل، ساحه یې ونیوله او نور یې موږ ته د کار اجازه رانه کړه. اوس د کلي ټول خلک بې کاره شوي دي او هیڅوک مو غږ نه اوري.»
محمد عثمان وایي، چې تر ۲۰ ورځو زیات وخت کېږي چې د طالبانو په محکمه کې سرګردانه دی، تر څو وکولای شي د کان کیندنې خپل وسایل چې د طالبانو له لوري ضبط شوي دي، بیرته تر لاسه کړي، خو په کار کې یې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.
د ده په وینا: «موږ لومړی د خپل حق تر لاسه کولو لپاره لاریونونه وکړل. په تخار کې د طالبانو ځایي چارواکو موږ ور وغوښتلو او راته ویې وویل چې د شرکتونو په کار کې باید مداخله ونه کړو او که اعتراض کوو نو باید د محکمې له لوري اقدام وکړو. مګر اوس په محکمه او د تخار په کانونو ریاست کې سرګردان یو او هیڅوک پام نه راته کوي. د طالبانو دا کار ښکاره ظلم او زور ازمویل دي.»
د تخار د چاهآب ولسوالۍ د سمتي کلي یو بل اوسېدونکي ګل رحیم (مستعار نوم) له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې په دې ولایت کې د طالبانو د کانونو ریاست له ځایي خلکو شاوخوا پنځه میلیونه او ۴۰۰ زره افغانۍ نغدې اخیستې دي، ترڅو یې ورته په مقابل کې د کان کیندنې قانوني جواز ورکړي. طالبانو همدا راز ژمنه کړې وه چې که قراردادي شرکتونو ته د نورابه سمتي د سرو زرو کان وسپاري، بیا به هم د ځایي خلکو د کان کیندنې مخنیوی ونه کړي.
ده وویل: «موږ خلکو د داخلي شرکتونو په همکارۍ چې د خلکو په همکارۍ جوړ شوي وو، شاوخوا شپږ میلیونه نغدې افغانۍ راټولې کړې او طالبانو ته مو وسپارلې، ترڅو د زرشویي د فعالیت جواز واخلو او په قانوني توګه د سرو زرو کان استخراج کړو. خلکو دا کار یوازې له دې امله وکړ چې د خپل عاید سرچینې تأمین کړي، ترڅو هره ورځ له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ افغانۍ عاید ولري. اما متأسفانه د سرو زرو د کانونو د استخراج قراردادي شرکتونو په تخار کې د طالبانو د ځایي چارواکو او په کابل کې د کانونو د وزارت په ملاتړ، موږ د فعالیت اجازه رانه کړه، که څه هم جواز مو درلود. اوس مهال د طالبانو دا قراردادي شرکتونه زموږ کرنیزې ځمکې او څړځایونه تخریبوي او په خپله په استخراج بوخت دي.»
ګل رحیم وایي، چې له چینایي شرکت او د هغه له افغان قراردادیانو پرته اوس د طالبانو افراد هم د سرو زرو د کان ساحې ته راغلي او د کان د استخراج له جواز درلودلو او د طالبانو له حکومت سره له رسمي قرارداد پرته د خلکو ځمکې غصبوي او په کان کیندلو بوخت دي.
د ده په وینا، چې حتا د خلکو د اوسیدنې کورونه هم د سرو زرو د استخراج لپاره د کیندنې له امله زیانمن شوي دي.
ګل رحیم زیاتوي، چې تر دې وضعیت وروسته د سیمې خلکو طالب چارواکو ته شکایت وکړ، خو د طالبانو د والي او امنیې قومندان یوازینی ځواب ګواښ و.
ده وویل: «کله چې مو طالبانو ته شکایت وکړ، والي او امنیې قومندان موږ ته ګواښ وکړ چې مداخله ونه کړو، که نه تاوان به راته وکړي.»
د طالبانو ځواب
د دې راپور د تیارولو پرمهال اطلاعات روز هڅه وکړه چې په چاهآب او ملکهای خطایان کې د هغو شرکتونو د مسوولینو نظر واخلي چې د سمتي زرو استخراج کوي، خو د دې شرکتونو مسوولین خبرو ته تیار نه شول.
په تخار کې د طالبانو د کانونو رییس مولوي سردارولي ذاکر له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې په چاهآب ولسوالۍ کې د نورابه سمتي او په تالقان ښار کې د دریاخانه خطایان کان ساحې د حکومت اړوند دي او دا کانونه د طالبانو د کانونو وزارت له لوري ورکړل شوي دي.
ده وویل: «موږ په کانونو ریاست کې د سیمې د اوسېدونکو غوښتنې له کانونو وزارت سره شریکې کړې مګر د خلکو د شخصي ځمکو ادعا چې د نورآبه کان او سمتي چاهآب په شاوخوا کې موقعیت لري، د اراضي او کان د ادارو او همدا راز د تخار ولایت د مقام د یوه ګډ کمیسیون له خوا ارزول کېږي. دا کمیسیون به خپله نهایي پرېکړه وروسته خلکو ته اعلان کړي.»
د سیمې د خلکو د ادعا بر خلاف چې د سرو زرو د کانونو قراردادي شرکتونه په دې سیمو کې د ښوونځي، سړک او کلینیک د جوړولو ژمنه کړې وه، په تخار کې د طالبانو د کانونو رییس دا موضوع ردوي.
ده وویل: «د قراردادي شرکت او د طالباو د کانونو وزارت ترمنځ د تړون له مخې دا شرکت د ښوونځیو، سړک او یا کلینیک د جوړولو لپاره هیڅ ډول تعهد نه لري.»
مولوي سردارولي ذاکر همدا راز ادعا وکړه چې د نورابه د سرو زرو کان ۵۶ سلنه عواید د قراردادي شرکت له لوري طالبانو ته ورکول کېږي او د تخار د کانونو ریاست یوازې د دې کانونو پر استخراج د نظارت رول لري.
خو، د سرو زرو د کانونو پر شاوخوا پرتو خلکو دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې د دې کانونو له پراخ استخراجه ورته هیڅ هم نه رسېږي او هغوی یوازې د سرو زرو د انتقال ننداره کوي، په داسې حال کې چې په خپله د عاید له یوې پایداره سرچینې محروم شوي دي.
د نورابه سمتي اوسېدونکي وایي، چې طالبانو د سرو زرو کانونه په لوړ قیمت استخراج ته ورکړي دي، خو د تړونو په تړاو هیڅ ډول شفافیت نشته. دوی ټینګار کوي چې طالبان د استخراج د څرنګوالي، د خلکو د ونډې او یا هم د دې سیمو د چاپېریال په اړه هیڅ ډول وضاحت نه دی ورکړی.
د جمهوري حکومت تر سقوط وروسته چین د افغانستان د کانونو د استخراج او پر هغو د پانګونې لپاره پراخې هڅې پیل کړې دي. طالبانو هم د خپل حکومت د لګښتونو د پوره کولو په موخه له چینایي شرکتونو سره د کانونو د استخراج تړونونه په چټکۍ لاسلیک کړل. مګر د دې ډلې منتقدین په دې اند دي چې چین د طالبانو په ملاتړ د افغانستان کانونه لوټي.