close

ارزګان کې يو ۲۲ کلن ځوان ځان وژلی

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبان امنیتي مسوولين خبر ورکوي، چې د دې ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې يو ۲۲ کلن ځوان ځان وژلی دی.

په دې ولایت کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند بلال ارزګانی وايي، چې پیښه تېره شپه (شنبه، ۲۳ د وري) د خاص ارزګان ولسوالۍ اړوند «نکریزو» سیمه رامنځته شوې.

بلال زیاتوي، یاد ځوان کور کې له جنجال وروسته ځان په ټوپک ویشتلی، چې روغتون ته  په لاره یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي د یاد ځوان نوم او دا چې کور کې یې په څه شي جنجال کړی معلومات نه دي ورکړي او نه یې په دې اړه د کومې پلټنې خبر ورکړی دی.

تر دې مخکې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ګڼې داسې پیښې شوي، چې لاملونه یې اقتصادي ستونزې، کورني جنجالونه او یا هم د خپلې خوښې نکاح سره د کورنیو اختلافات بلل شوي دي.