close

متقي د پاکستان له سفیر سره په لیدنه کې: افغان کډوالو سره اوسنی چلند د دواړو هیوادونو اړیکې خړوي

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمان نظاماني سره په کتنه کې له افغان کډوالو سره «اوسنی ناسم چلند» پاروونکی او د دواړو هیوادونو د اړیکو په زیان بللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له اعلامیې سره سم، دا لیدنه چې نن (دوشنبه، ۲۵ د وري) ترسره شوې، ښاغلي متقي د افغان کډوالو د جبري ایستلو او له هغوی سره د ناسم چلند کولو په تړاو خواشیني ښودلې او د اوسني وضعیت د بدلون غوښتنه یې کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، چې د پاکستان سفیر ویلي، چې د کډوالو په اړه د طالبانو اندیښنې درک کوي او دا موضوع د خپل هیواد له اړوندو بنسټونو سره شریکوي.

پاکستان  د رواني میلادي میاشتې له پیله د افغانستان د تابعیت کارت لرونکو په ګډون د کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې او هره ورځ په سلګونو تنه شړي.

دې هیواد بې اسنادو او د افغانستان د تابعیت کارت لرونکو کډوالو ته د مارچ میاشتې تر پایه وخت ورکړی و چې په داوطلبانه توګه پاکستان پرېږدي.

پاکستان همدا راز هغو کډوالو ته چې د ملګرو ملتونود عالي کمیسارۍ کارت لري، ویلي و چې په دې موده کې باید اسلام اباد او راولپنډۍښارونه پرېږدي او د پاکستان نورو ښارونو ته ولاړ شي.

طالبانو تر دې وړاندې هم له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل «غیرانساني او غیر اسلامي» بللي اوغندلي یې و.

د بشري حقونو بنسټونو هم له افغان کډوالوسره د پاکستان چلند د بشري حقونو نقض بللی او د جبري ایستلو ودرېدل یې غوښتي دي.