close
جلال اباد

ننګرهار کې یو ځوان د اقتصادي ستونزو له امله ځان تر ټېلر موټر لاندې کړی او مړ شوی

اطلاعات روز: ځایي سرچینې وایې چې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې یو کس د اقتصادي ستونزو له امله ځان د یو بار وړونکي ټېلر موټر ټایرونو ته اچولی او ځای پر ځای مړ شوی دی.

د سیمې یو اوسېدونکي اطلاعات روز ته ویلي چې دا پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ۲۴ د کب) د جلال اباد ښار شپږمې ناحېې «مولوي خالص فامیلو» اړوند «رینګ روډ» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په خبره دا ځوان «بلال» نومېده او په اصل کې د پچیراګام ولسوالۍ اوسېدونکی و او د اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ له امله یې ځان مړ کړ.

تر دې څه موده وړاندې د جلال اباد ښار د اوومې ناحېې اړوند «سره رود دوه سرکه» کې هم یو ځوان د کورنۍ د اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ له امله ځان د ټېلر موټر ټایرونو ته اچولی او مړ شوی و.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې چې لامل یې اقتصادي ستونزې، بې روګاري، کډوالي او په لویه کچه د ټولنې د وګړو په رواني ناروغۍ اخته کېدل بلل کیږي.