اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د دې ډلې چارواکي د پاکستاني پلاوي سره د «ډیورند کرښې په اوږدو کې د احتمالي منازعاتو د هواري او د دواړو لوریو ولسونو ته د تسهیلاتو په رامنځته کیدو» خبرې کوي.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ یو پاکستانی پلاوي کابل ته سفر کړی دی.
د دې سفر موخه د طالبانو سره د همغږۍ د ګډې کمیټې یا JCC تر عنوان لاندې په غونډه کې ګډون کول دي.
د طالبانو د ویاند په وینا، دا غونډه به نن (چهارشنبه، ۲۷ د وري) په کابل ترسره شي.
مجاهد زیاته کړې، چې په دې غونډه کې د طالبانو د پلاوي مشري د دې ډلې د دفاع وزارت مرستیال عبدالقیوم ذاکر کوي.
دا د طالبانو او پاکستان ترمنځ د همغږۍ د ګډې کمېټې اوومه غونډه ده، چې یو ځل په اسلام آباد او یو ځل په کابل کې ترسره کېږي.
دا نوې غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې او دا هغه موضوع ده چې کابل یې په غوسه کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې هم په پاکستان کې د ناامنۍ له امله ترینګلې شوې دي.
پاکستان ادعا کوي چې پاکستاني طالبان (ټي ټي پي) په افغانستان کې شتون لري او له هغه ځایه د ډیورنډ کرښې هاخوا خپل بریدونه تنظیموي.
پاکستاني چارواکو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د پاکستاني طالبانو پر ضد اقدام وکړي.
د پاکستاني رسنیو په وینا، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو موخه هم د امنیت ډاډمنول او په کابل کې پر طالبانو فشار راوړل دي.