close

ننګرهار کې ترافیکي پېښه کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د تورخم-جلال اباد پر لويه لاره په يوې ترافیکي پېښه کې يوې ښځې ژوند بایللی او ٧ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو امنيې قوماندانۍ وياند سید طیب حماد وایې چې دا پېښه نن (سې شنبه،٢٦د وري) د تورخم- جلال اباد پر لویه لار د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو کرولا ډوله موټرو ترمنځ رامنځته شوې ده.

د هغه په خبره پېښه د دواړو موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله شوې.

د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، د سړکونو خرابوالی، ترافیکي نښو ته نه پاملرنه او ګړندی تګ د ډېریو ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو لاملونه ګڼل کېږي.