close

کندهار کې په دوه جلا پيښو کې دوه کسان وژل شوي

اطلاعات روز: کندهار کې ځايي سرچينې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په ښار او ارغنداب ولسوالۍ کې په دوو جلا پيښو کې دوه کسان وژل شوي دي.

یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې لومړۍ پیښه تېره شپه (سې شنبه، ۲۶ د وري) ماسخوتن ۰۸:۰۰ بجې د کندهار ښار د دولسمې ناحیې اړوند «سیمانو» پله ته څیرمه رامنځته شوې، چې پرمهال یې وسله والو غلو یو ۲۵ کلن ځوان وژلی دی.

سرچینه زیاتوي، چې د بلال احمد په نوم یاد ځوان ۲۵ کاله عمر درلود او وسله والو غلو د هونډا موټر سایکل لپاره په ډزو ویشتلی او وژلی دی.

د سرچينې په وینا، د پیښې وروسته وسله وال غله له سيمې څخه تښتيدلي دي.

دغه راز کندهار کې یو شمیر نورې سرچينې وايي، چې د دې ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د تېرې دوشنبې په شپه د محمدنبي په نوم يو ۳۵ کلن کس د نامعلومو وسله والو لخوا د خپل کور سره  نږدې وژل شوی دی.

سرچينې زیاتوي، چې دغه کس د ارغنداب ولسوالۍ د د لاورخان سيمې اړوند «کلاچه» کې د انارو په يوه باغ کې وژل شوی دی.

تر اوسه د دغې وژنې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی.

په کندهار کې ځايي طالبانو د یادو دواړو پيښو په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې پټې وژنې زیاتې شوي، چې تر ډیره لامل نامعلوم وي.