اطلاعات روز: د طالبانو مالیې وزارت امر کړی دی چې د کابل په چهاراسیاب کې د عشر د راټولولو پر وخت د دې ډلې د یوه «عاشر» یا هم عشر ټولوونکي له لوري د وژل شوي بزګر «دیت» دې د طالبانو د کرهڼې وزارت د عشر او زکات ریاست د کارمندانو له معاش څخه ورکړل شي.
اطلاعات روز ورځپاڼې ته په رسېدلو اسنادو کې د وژنې د وخت او هویت په اړه څه نه دې ویل شوي، خو دومره ویل شوي چې د مقتول خپلوان سولې ته چمتو دي او د «دیت» غوښتنه کوي.
د طالبانو مالیې وزارت په ولایتونو کې مستوفیتونو ته امر کړی چې «دیت» دې د کرهڼې وزارت د عشر او زکات د عمومي ریاست د مرکزي او ولایتي کارمندانو له معاش څخه ورکړل شي.
د لاس ته راغلو اسنادو له مخې، د مقتول خون بها یا هم «دیت» یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ ټاکل شوی او د طالبانو مالیې وزارت ویلي چې دا ټاکلی مقدار پیسې باید د عشر او زکات د عمومي ریاست د کارمندانو له معاش څخه د ۹۴۰ افغانۍ په کسر کولو سره پوره کړل شي.
د طالبانو د مالیې وزارت په مکتوب کې چې د قمري کال د شعبان میاشتې پر ۲۱ نېټه چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د حوت له دویمې سره برابرېږې او کرهڼې وزارت ته لېږل شوی، ویل شوي چې «یو بزګر د کابل په چهاراسیاب ولسوالۍ کې له عاشر سره د متقابلې شخړې پر مهال په تېروتنه وژل شوی او تر دې وژنې وروسته عاشر بندي دی».
په دې مکتوب کې ویل شوي چې د کابل د علماوو د شورا او قومي مشرانو له هڅو او پرېکړې سره سم، د مقتول وارثان سولې ته چمتو دي او د دیت غوښتنه کوي.
د طالبانو مالیې وزارت ویلي چې په کابل کې د څلور ورځني سیمینار پر مهال دا موضوع د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته وړاندې شوې، تر څو د مقتول کس خون بها (یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ) له بیت المال څخه ورکړل شي.
مګر د دې وزارت د مکتوب له مخې، د طالبانو مشر په شفاهي توګه ویلي چې د شریعت د حکم له مخې، «دیت پر بیت المال نه دی، بلکې د قاتل پر عاقلهوو (خپلوانو) دی».
د طالبانو مالیې وزارت ویلي: «دا چې د قاتل عاقله د عشر او زکات د عمومي ریاست ټول مرکزي او ولایتي کارمندان دي، له همدې وجې دا ریاست وکالتا د اوسنیو موجودو ټولو کارمندانو له اړخه د هر کارمند له معاش څخه د ۹۴۰ افغانۍ ورکولو تعهد کوي.»
د طالبانو د کرهڼې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاء الله عمري دا وړاندیز تایید کړی دی.
د طالبانو مالیې وزارت په یوه بل مکتوب کې چې د حوت میاشتې پر ۲۷ نیټه یې مستوفیتونو ته لېږلی، ویلي چې د عشر او زکات ریاست د مرکزي او ولایتي کارمندانو له اصل معاش څخه دې ۹۴۰ افغانۍ کمې کړل شي.
طالب چارواکو تر اوسه د دې قتل په اړه وضاحت نه دی ورکړی. د اطلاعات روز ورځپاڼې خبریال د طالبانو د کرهڼې وزارت له ویاند څخه په دې اړه وضاحت وغوښت، مګر نوموړي په دې اړه ناخبري وښوده.
د ۱۴۰۲ کال د چنګاښ میاشتې پر شپږمه نېټه افغانستان انټرنېشنل رسنۍ خبر ورکړی و چې طالبانو یو بزګر د عشر د نه ورکړې له امله وژلی دی.
له راپور سره سم، د مقتول نوم «اجمل» و او د کابل د چهاراسیاب ولسوالۍ د الیاس خېلو کلي اوسېدونکی و.
روښانه نه ده چې طالبان د کوم بزګر «دیت» ورکوي، ایا همدا «اجمل» دی او که بل څوک. په تر لاسه شویو اسنادو کې د مقتول د هویت په اړه څه نه دې ویل شوي.